بلخ @ps
طالبان د کابل په قره باغ کې پراخ حضور لري
طالبان د کابل د قره باغ ولسوالۍ په څو کلیو کې پراخ حضور لري او صحرایی محکمې تر سره کوي.
یو شمېر پوځیانو او د سیمې اوسیدونکیو آریانا نیوز خبریال باعث حیات ته ویلي، چې د دې کلیو ټولې عدلیې او قضایي چارې د طالبانو لخوا حل او دولتي ځواکونه حتی په رڼا ورځ هم زیاترو سیمو کې تګ راتګ نه شي کولی.
دغه راز د څلور سړيو او یوې ښځې د یوې صحرایی محکمې د بهیر ویډیو هم خپره شوې، چې د ټولنیزو شبکو کاروونکي یې بوخت کړي دي.
د شنبې پر شپه د طالبانو صحرایي محکمې د څلور سړيو او یوې ښځې ویډیو خپره کړه، چې پرې د نامشروع اړیکو تور دی.
د همدې پېښې پر سهار په قره باغ کې ویل کیدل، چې دغه کسان د طالبانو لخوا له سزا وروسته آزاد شوي دي.
د کابل ښار په څو قدمۍ کې د طالبانو حضور پراخ شتوالی او د قره باغ پر ډېرو کليو د طالبانو واک او دولتي ادارو ته د سیمې د خلکو ورتګ خطرناکه کړنه یادیږي.
د طالبانو له وېرې حتی خلک د کمرې مخته غږیدای نه شي؛ خو یو سرتېری وایي، طالبان په قره باغ ولسوالۍ کې ډېرې صحرایی محکمې لري.
په دې ولسوالۍ کې طالبان د ملا سردار نومي قومندان تر امر لاندې هڅې تر سره کوي.
د قره باغ ولسوال محمد عظیم د طالبانو د پراخ حضوره منکر شو؛ خو څو شېبې وروسته یې خپله افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته د طالبانو پر ګواښونو خبرې وکړې.
د کلکان ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي وایي، چې قره باغ ستراتیژیکه سیمه ده، د بګرام په ګاونډ کې پرته ده. په زړه کې یې د کابل– شمال لویه لار تېریږي او له ځینو امن ولسوالیو سره په پوله کې ده او لږ لیرې ترې پلازمېنه کابل پروت دی.
پخوا په ځینو سیمو کې د طالبانو هڅو اندېښنې را ولاړې کړې وې؛ خو اوس یې فعالیتونه په پراخو او ښاری سیمو کې لوی سرخوږی یادیږي. په قره باغ کې به د شمېر له پلوه طالبان هومره نه وي؛ خو باور دا دی، چې که د هغوی د ځپلو لپاره سر له اوسه کار ونشي، پلازمېنه به ترې یوه ورځ له سترې امنیتي ستونزې سره مخ شي.