تازه خبرونه

طالبانو امریکایانو ته د پاتې کیدو زمینه برابره کړې- حکمتیار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، طالبانو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتوالي ته زمینه برابره کړې او د ملي وحدت حکومت مشران دې هم خپلمنځۍ ستونزې حل کړي.

هغه د یکشنبې په ورځ( د غویي۱۰) د ننګرهار ولایت د شاهي بڼ په لوی تالار کې خپلو پلویانو ته پر متمرکز نظام ټیینګار څرګند کړ.

هغه وویل، چې دوه کسه د یو حکومت مشري نشي کولی؛ باید یو ګوښه شي او یا په خپلو کې یو جوړ جاړي ته ورسیږي.

نوموړي په کابل کې د حکومتي مشرانو اختلافاتو ته په نغوته(اشاره) کې وویل: خلک نور د مشرانو د اختلافاتو زغم نه لري او دا مشران باید نور خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي.  

ګلبدین حکمتیار دا هم وویل؛ په دې نظام کې ستونزه دا ده، چې له یوې خوا حزبونه قومي بڼه لري ملي نه دي او دغه راز  وزارتونه هم د ژبې او سمت له مخې وېشل شوي، چې دا هم ملي تاوان دی.

هغه دغه راز وویل، چې نه مې غوښتل د طالبانو په اړه څه ووایم؛ خو پېغورونو یې اړ کړم، چې پر خپلو څرګندونو ټینګار وکړم.

حکمتیار په ډاګه کړې؛ څوک، چې له مونږ سره جګړه نه کوي، مونږ هم ورسره نه جنګیږو.

ښاغلي حکمتیار څرګنده کړې؛ حزب هغه مهال جګړه پریښوده، چې امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه وتل پیل کړل.

هغه زیاته کړې، چې د امریکا پخواني ولسمشر طالبان خپل دښمنان نه ګڼل او دې ډلې په لنډمهاله توګه د کندوز په نیولو امریکا ته پلمه په لاس ورکړه، چې خپل حضور خوندي وساتي.

دغه راز حکمتیار د طالبانو د هغه پېغور په ځواب کې، چې حکومت ته تسلیم شوی وویل، چې تسلیم شوی نه یم، بلکې ولس ته راغلی یم او سوله مې کړې ده.

د ښاغلي حکمتیار دې غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش او د پارلمان ځینې غړي او چارواکي هم ورغلي وه.

سرور دانش حکمتیار ته بلنه ورکړه، چې کابل ته ولاړ شي او حکومت به د هوکړې ټولې ژمنې او مادې پلې کوي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک وایي؛ ښاغلي حکمتیار ته به راتلونکې اوونۍ په کابل کې پراخ مراسم جوړېږي.

د ښاغلي حکمتیار دې غونډې ته له بېلابېلو ولایتونو حزبیان ورغلي او شاهۍ ماڼۍ ته ټولې غزېدلې لارې تړل شوې وې.

ګلبدین حکمتیار له ۲۱ کلن پټ ژوندانه وروسته څه نا څه یوه اوونۍ وړاندې خپلو قومندانانو ته څرګند شوی او بیا یې د غویي پر ۹ یوې حکومتي غونډې ته خپله لومړنۍ وینا واوروله.

Trending

Exit mobile version