تازه خبرونه

عبدالرحمن فدا په دوبۍ کې د افغانستان اسلامي امارت نوی جنرال قونسل شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د مکتوب له مخې؛ نن سې شنبه د کب ۲۳ په دوبۍ کې د نوي جنرال قونسل د ټاکنې پرېکړه وشوه.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل آریانا نیوز ته تائید کړه، چې عبدالرحمن فدا په دوبۍ کې د اسلامي امارت د جنرال قونسل په توګه ټاکل شوی دی.

عبدالرحمن فدا له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس و.

د دغه مکتوب له مخې؛ د اسلامي امارت دغه چارواکي د کب میاشتې له ۲۱ نېټې وروسته د پخواني قونسل مسعود عزیزي پر ځای خپله دنده پیل کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په مکتوب کې راغلي، چې د مسعود عزیزي د دندې موده د تلې پر ۲۱ پای ته رسېدلې او پر ځای یې عبدالرحمن فدا ټاکل شوی دی.

عربي متحده اماراتو هم لکه څو نور هېوادونه؛ د اسلامي امارت دیپلوماتیکه رهبري پرته له دې، چې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني، منلې او د افغانستان سیاسي او قونسلګري چارې یې د افغانستان استازیو ته سپاري.

له دې مخکې ایران، ترکیې، روسیې او چین د اسلامي امارت غړي د افغانستان د سیاسي او قونسلګرۍ د مسوولینو په توګه منلي.

ویل کیږي، چې دوی هم د اسلامي امارت له حکومت سره د سوداګرۍ د دوام لپاره د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې د اسلامي امارت استازي منلي دي.

Trending

Exit mobile version