تازه خبرونه
عبداللطیف منصور له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو په لېږدونه کې د تاتارستان پانګونه وغوښته
د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عبداللطیف منصور د همکارۍ د پیل لپاره له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې پانګونې ته د آسانتیاوو برابرولو ژمنه او د دواړو خواوو د متخصصو ډلو ترمنځ یې د تخنیکي غونډو غوښتنه وکړه او د دې پروژې او نورو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل.
افغان او تاتاري مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د همکارۍ د پراخولو په اړه د بحث ترڅنګ په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې خپل اندون وړاندې کړل.
د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عبداللطیف منصور د همکارۍ د پیل لپاره له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې پانګونې ته د آسانتیاوو برابرولو ژمنه او د دواړو خواوو د متخصصو ډلو ترمنځ یې د تخنیکي غونډو غوښتنه وکړه او د دې پروژې او نورو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې پړاو وروسته به د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ په اړه هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.
په دې لیدنه کې د تاتارستان مرستیال لومړي وزیر د اوبو او انرژۍ پروژو د پلي کولو په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.
کوروبچینکو رسماً عبداللطیف منصور ته بلنه ورکړه، چې په “کازان نړیوال انرژۍ فورم” کې، چې سوداګریز پروګرامونه او صنعتي نندارتونونه جوړوي او د ۲۰۲۶ کال په اپریل کې به په تاتارستان کې ترسره شي؛ ګډون وکړي.