تازه خبرونه
عبدالله عبدالله او حامد کرزي د تېرې شپې له زیانمنو سره د مرستې غوښتنه وکړه
نوموړي زیاته کړې: زه د دې ستر مصیبت له کبله، چې ټول هېوادوال یې متاثره کړي او په لغمان او ننګرهار کې یې هم خلکو ته خسارات اړولي؛ د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.
د پخواني نظام د ملي پخلاینې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل فیسبوک کې لیکلي؛ په پوره خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې په کونړ کې د تېرې شپې زلزلې له کبله ګڼشمېر هېوادوال مړه شوي، ټپیان او مالي زیانونه یې لیدلي دي.( انا لله و انا الیه راجعون)!
نوموړي زیاته کړې: زه د دې ستر مصیبت له کبله، چې ټول هېوادوال یې متاثره کړي او په لغمان او ننګرهار کې یې هم خلکو ته خسارات اړولي؛ د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.
هغه وایي: له پاک رب څخه شهیدانو ته جنت فردوس،ټپيانو ته بېړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعا کوم.
نوموړي له ټولو مرستندویه ادارو، خیریه بنسټونو، پانګوالو او هېوادوالو څخه غوښتي، چې له دې زیانمنو هېوادوالو سره بېړنۍ مرستې وکړي او له خاورو څخه د مړو او ټپيانو په راایستلو کې مرسته وکړي.
دغه راز د افغانستان پخوانى جمهور ریيس حامد كرزى هم په كونړ،ننګرهار، لغمان، نورستان پنجشېر او د هېواد په نورو سېمو كې د تېرې شپې د زلزلې له كبله پر ځاني او مالي زيانونو ژوره خواشيني څرګنده کړې او له زیانمنو سره یې د مرستې غوښتنه کړې ده.