Connect with us

تازه خبرونه

عبدالله عبدالله  او حامد کرزي د تېرې شپې له زیانمنو سره د مرستې غوښتنه وکړه

نوموړي زیاته کړې: زه د دې ستر مصیبت له کبله، چې ټول هېوادوال یې متاثره کړي او په لغمان او ننګرهار کې یې هم خلکو ته خسارات اړولي؛ د قربانیانو  کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.

خپور شوی

د

د پخواني نظام د ملي پخلاینې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل فیسبوک کې لیکلي؛ په پوره خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې په کونړ کې د تېرې شپې زلزلې له کبله ګڼ‌شمېر هېوادوال مړه شوي، ټپیان او مالي زیانونه یې لیدلي دي.( انا لله و انا الیه راجعون)!

نوموړي زیاته کړې: زه د دې ستر مصیبت له کبله، چې ټول هېوادوال یې متاثره کړي او په لغمان او ننګرهار کې یې هم خلکو ته خسارات اړولي؛ د قربانیانو  کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.

هغه وایي: له پاک رب څخه شهیدانو ته جنت فردوس،ټپيانو ته بېړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعا کوم.

نوموړي له  ټولو مرستندویه ادارو، خیریه بنسټونو، پانګوالو او هېوادوالو څخه غوښتي، چې له دې زیانمنو هېوادوالو سره بېړنۍ مرستې وکړي او له خاورو څخه د مړو او ټپيانو په راایستلو کې مرسته وکړي.

دغه راز د افغانستان پخوانى جمهور ریيس حامد كرزى هم په كونړ،ننګرهار، لغمان، نورستان پنجشېر او د هېواد په نورو سېمو كې د تېرې شپې د زلزلې له كبله پر ځاني او مالي زيانونو ژوره خواشيني څرګنده کړې او له زیانمنو سره یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

تازه خبرونه

په اسلامي امارت کې د نظر اختلاف شته، خو د ړنګېدا هیله یې باید ونه‌شي – حامد کرزی

هغه ټینګار کړی: خلک سوله، ثبات او داسې حکومت غواړي، چې د ولس پر اراده ولاړ وي؛ خو په عین وخت کې له اقتصادي بېوزلۍ کړېږي او نه غواړي هېواد یو ځل بیا ګډوډۍ ته ولاړ شي.

Published

on

د جمهوري نظام پخواني ولسمشر حامد‌ کرزي له شپېګل مجلې سره  ه یوه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان خلک له څلورو لسیزو جګړو وروسته نور د نوې شخړې او د اسلامي امارت پر وړاندې د وسلوال مقاومت لېوالتیا نه‌لري.

هغه ټینګار کړی: خلک سوله، ثبات او داسې حکومت غواړي، چې د ولس پر اراده ولاړ وي؛ خو په عین وخت کې له اقتصادي بېوزلۍ کړېږي او نه غواړي هېواد یو ځل بیا ګډوډۍ ته ولاړ شي.

حامد کرزي د اسلامي امارت دننه وضعیت ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې د نظر اختلاف شته؛ خو باید د ړنګېدا هیله یې ونه‌شي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان د پرمختګ لپاره اقتصادي ودې، سیاسي مشارکت او د ټولو لوریو همکارۍ ته اړتیا لري.

پخواني ولسمشر یو ځل بیا د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه «زیانمن» وبلل او څرګندوي، چې دا محدودیتونه د هېواد راتلونکی کمزوری کوي.

هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې پاکستان تورن کړ، چې له تېرو څلور لسیزو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ خو اوس د خپلو سیاستونو له پایلو سره مخ شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په نورستان کې د بشري مرستو عملیات پیل شول؛ زرګونه کورنۍ مرستو ته لاسرسی مومي

د راپور له مخې، دا اقدام د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام پر همکارۍ د دې ولایت په کامدېش او برګ‌مټل ولسوالیو کې پیل شوی؛ شاوخوا ۱۳۶ زره کسان، چې نږدې ۱۷ زره کورنۍ کېږي د خوراکي توکو، روغتیايي مرستو او نورو اړینو توکو له سخت کمښت سره مخ ول.

Published

on

د سره صلیب نړیوالې کمیتې څرګنده کړې، چې د نورستان ولایت جګړه ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو څو ورځني بېړني عملیات پیل شوی، چې له تېرو شپږ اوونیو څخه یې بنسټیزو اړتیاوو ته پوره لاسرسی نهدرلود.

د راپور له مخې، دا اقدام د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام پر همکارۍ د دې ولایت په کامدېش او برګ‌مټل ولسوالیو کې پیل شوی؛ شاوخوا ۱۳۶ زره کسان، چې نږدې ۱۷ زره کورنۍ کېږي د خوراکي توکو، روغتیايي مرستو او نورو اړینو توکو له سخت کمښت سره مخ ول.

یادو بنسټونو ویلي، چې د اپرېل له پیل راپدېخوا له ښکېلو لورو سره پرله‌پسې خبرې روانې وې، چې دغو سیمو ته خوندي او بې‌پرې لاسرسی برابر شي او اوس عملاً د مرستو د لېږد بهیر پیل شوی دی.

په لومړي پړاو کې به د خوراکي توکو وېش، روغتیايي وسایل او نور اړین توکي لومړیتوب ولري. له نورستان سره د لارو پر بیا پرانیستل کېدا بازارونه ورو ورو بېرته خلاصیږي او د ناروغانو د درملنې لپاره هم د لېږد زمینه برابره شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ټینګار کړی، چې اړتیاوې اوس هم پراخې دي؛ په ځانګړي توګه د خوړو د خوندیتوب، روغتیايي مرستو او بنسټیزو آسانتیاوو ته د لاسرسی په برخو کې له سیمه‌ییزو استازو سره د اړتیاوو د پېژندلو لپاره همکاریو ته اړتیا لیدل کیږي.

په راپور کې راغلي؛ ټول فعالیتونه د بې‌پرې، خپلواکۍ او ناپېیلتوب د اصولو پر بنسټ ترسره کېږي او له ټولو خواوو غوښتنه شوې، چې زیانمنو ټولنو ته د خوندي او دوامدار لاسرسي زمینه برابره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل او دوشنبې د «کاسا۱۰۰۰» پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ

په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د تاجکستان پلازمېنې( دوشنبه ) ته د سفر پر مهال د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره وکتل او د برښنا په برخه کې یې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.

دغه راز د تاجکستان د انرژۍ وزیر هم د دې پروژې پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار وکړ او «کاسا۱۰۰۰» یې د سیمې د نښلېدا، د برښنا د تبادلې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره اړین ګام وباله او د چارو د چټکتیا لپاره یې د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.

«کاسا۱۰۰۰» پروژه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د برښنا‌لېږد له اړینو پروژو څخه ده، چې په افغانستان کې یې د پلي کېدا بهیر د پام وړ پرمختګ کړی او کولی شي د اقتصادي ودې او سیمه‌ییز ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!