تازه خبرونه

عدليې وزارت د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو ارزونه پیل کړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۴۰۲)

د عدلیې وزارت ویاند د یکشنبې پر ورځ ( د کب شلمه ) په ډاګه کړې، چې د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو  پر ارزونه کار کوي.

د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولی ویلي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنکی پلاویو ته سپارښتنه کړې؛ د اهل هنود هېوادوالو ځمکې، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې غصب شوي او یا د جعلي وکالت‌لیکونو په واسط د هغو د غصب احتمال وي؛ تثبیت او تشخیص کړي او راپور یې مرکزي کمیسیون ته راواستوي، چې په اړه یې لازمې پرېکړې وشي.

برکت الله رسولي زیاته کړې: د لامالکه ځمکې یا هغه ځمکې، چې مالکان یې په هېواد کې دننه حضور نه‌لري؛ ساتنه او حفاظت یې د نظام پر غاړه دی.

دغه راز څرګندوي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون او په ولایتونو کې تخنیکي پلاوي د اهل هنود هېوادوالو د ځمکو د غصب ستونزه پوره ارزوي، چې که غصب شوې وي او یا هم د غصب هڅې وجود ولري؛ مخنیوی یې وشي او غصب شوې ځمکې د هغو اصلي مالکانو ته راوګرزیږي.

زمونږ هیله د اهل هنود هېوادوالو څخه داده، چې خپل اسناد د مرکز او ولایتونو اړوند کمیسیون تخنیکي پلاوو ته وړاندې کړي، چې په اړه یې لازم اقدامات ترسره شي.

ویل کیږي، چې د اسلامي امارت عدلیې وزارت تر دې دمه له غاصبینو او زورواکو څخه څه نا څه دوه میلیون جریبه ځمکه راګرځولې ده.

Trending

Exit mobile version