تازه خبرونه

عربي متحده اماراتو د افغانستان زلزله ځپلیو کورنیو ته ۳۸ ټنه مرسته رالېږلې

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۲, ۱۴۰۲)

د جمعې پر ورځ ( د وري ۱۱ ) د عربي متحده اماراتو یوې الوتکې د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو زلزله ځپلیو  کورنیو ته ۳۸ ټنه خوراکي او طبي توکي رالېږدولي دي.

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا مرستې د ابوظبۍ د پرلپسې هڅو یوه برخه ده، چې له طبیعي پېښو څخه زیانمنو هېوادونو ته د بېړنیو مرستو د رسولو او همدارنګه له زیانمنونکیو کسانو لکه ښځو، ماشومانو او بېوزلو بوډاګانو څخه د بشري مرستو د ملاتړ زیاتولو په برخه کې ترسه کیږي.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیالۍ تویت کړی، چې د جمعې پر ورځ له عربي متحده اماراتو څخه ۳۸.۵ ټنه بشري مرستې کابل ته را رسېدلې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې، په دغو مرستو کې خوراکي توکي، جامې او درمل شته، چې د اړوند وزارتونو او ادارو لخوا به پر اړمنو کسانو ووېشل شي.

 د رییس الوزرا د اقتصادي مرستيالۍ ځانګړي سکرتر عبدالله عزام د کابل په هوايي ډګر کې د تسليمۍ پر مهال د عربي متحده اماراتو له دغو مرستو د مننې تر څنګ ويلي، چې له دې سره به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم پياوړې شي.

نوموړي له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د بنديزونو او فشارونو پر ځاى دې د تعامل لار خپله کړي.

په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته عربي متحده اماراتو افغانستان ته ۲۸ الوتکې ۶۲۳ ټنه طبي او خوراکي توکي رالېږلي دي.

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له دې مرستو څخه ۸۵۰ زره ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې یو اعشاریه یو میلیون کسانو ګټه اخیستې ده.

Trending

Exit mobile version