سیمه ییز خبرونه

عرفان الله عرفان د ولسي جرګی د نايب منشي په توګه وټاكل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرګې د اداري پلاوي په ټاكنو كې يواځې عرفان الله عرفان د نايب منشي په توګه وټاكل شو.

د ولسي جرګې د يكشنبې د ورځې ( د کب ۲۰ ) عمومي غونډه هم د اداري پلاوي ټاكلو ته ځانګړې وه.

د ولسي جرګې د لومړي مرستيال، دويم مرستيال، منشي او نايب منشي څوكيو ته ځينو استازو ځانونه نومولي وو، خو له دې ډلې يواځې د غزني د خلكو استازي عرفان الله عرفان وكړاى شو، د يوسلو لسو رايو په تر لاسه كولو سره د نايب منشي په توګه وټاكل شو.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي وويل:

د  لومړي مرستيال، دويم مرستيال، منشي او نايب منشي د څوكيو لپاره به هغه دوه نوماندان په دويم پړاو كې سيالي كوي، چې تر نورو يې ډېرې رايې ګتلي، خو پنځوس جمع يو حد ته نه دي رسېدلي.

پرېكړه وشوه، چې د اداري پلاوي ټاكنې به د دوشنبې په ورځ ( د کب ۲۱ ) تر سره شي، خو ځيني استازي د ټاكنو په اوسني بهير نيوكه كوي او وايې:

اداري پلاوى بايد ژر وټاكل شي، څو استازي په خپلو نورو مهمو پروګرامونو تمركز وكړي.

د ولسي جرګې د كورنۍ دندو د اصولو له مخې، له رئيس پرته د اداري پلاوي لپاره بايد هر كال ټاكنې وشي.

Trending

Exit mobile version