تازه خبرونه
عزيزالله آريافر: د ټاكنو خپلواك كميسيون په خپله خوښه په ټاكنيزو مركزنو كې رايې قرنطين كړې دي
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د رايو په قرنطين كې د ټاكنو خپلواك كميسيون په دوه ګوني چلند تورنوي. د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون مسئولين وايي چې، د ټاكنو خپلواك كميسيون په خپله خوښه په ټاكنيزو مركزنو كې رايي قرنطين كړې دي.
د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون يوه كمېشنر عزيزالله آريافر د ټاكنو خپلواك كميسيون تورن كړ، چې د رايو په قرنطين كولو كې يي له خپل مديريت څخه ناوړه ګټه اخيستې او دا بنسټ يي په دې برخه كې په دوه ګوني چلند تورن كړ.
د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون د دوشنبې ورځې (د غویي ۱۵) په علني غونډه كې د سويل او سويل لوېديځو ولايتونو رايي وڅېړل شوې.
كندهار
عبدالله عبدالله : څلور مورده
اشرف غني احمدزى : دوه مورده
زلمى رسول : اته څلوېښت مورده
په كندهار كې د درغليو په تړاو زيات شكايتونه له زلمي رسول شوي. د صندوقونو ډكول، د پوليسو، قومندانانو، او د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كاركوونكو همكاري د زلمي رسول په ګټه.
نيمروز- د الف كته ګوري شكايتونه په كې نشته، او شكايتونه مستند نه دي.
غور- شكايتونه مستند نه دي
بادغيس- شكايتونه مستند نه دي
هلمند- شكايتونه مستند نه دي
ارزګان- شكايتونه مستند نه دي
زابل- شكايتونه مستند نه دي
فراه- اتلس مورد شكايتونه، چې اته يي مستند نه دي
ټول دا اتلس مورده شكايتونه د عبدالله عبدالله پر خلاف شوي.
هرات :
له هرات شل مستند شكايتونه شوي دي.
زيات دا شكايتونه له عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزي، زلمي رسول او ګل آغا شېرزي شوي او دوي په درغليو تورن دي.
د اشرف غني احمدزي مدافع وكيل زاهد مينه ناك د هرات د رايو د باطلولو غوښتنه لري. دا ټيم وايي، چې هرات كې پراخه درغلي شوې ده.
خو د عبدالله عبدالله مدافع وكيل زړګى سجادي د ټولو رايو باطلول د قانون خلاف كړنه بولي او د قانون د تطبيق غوښتنه كوي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.
پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.
مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه17 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه18 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی15 hours ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل