تازه خبرونه
علماء د شریعت پلي کولو، دیني پوهاوي او د جهاد د تاریخ ساتنې مسوولیت لري – د اسلامي امارت رهبر
د فطرت د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر، یو شمېر علماء او د اسلامي امارت نورو چارواکو هم ګډون درلود.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د اسلامي امارت رهبر د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو له مسوولانو او غړو سره لیدلي او د علماوو د مسوولیتونو، د امت د یووالي، د شریعت د پلي کېدو او د جهاد د تاریخ د ساتنې په اړه یې خبرې کړې دي.
د فطرت د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر، یو شمېر علماء او د اسلامي امارت نورو چارواکو هم ګډون درلود.
په دې ناسته کې د اسلامي امارت رهبر د پروان او کاپیسا د علماوو شوراګانو فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې اوس علماوو ته ښه فرصت برابر شوی، چې د خلکو د ذهنیتونو د اصلاح او د دیني پوهاوي د پراختیا لپاره ډېرې نورې هڅې وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې علماء اړ دي په خپلو اړوند ولایتونو کې د خلکو د شرعي ستونزو د حل لپاره هڅه وکړي او د ټولنې په دیني لارښوونه کې فعاله ونډه ولري.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې علماوو ته وویل: «هڅه وکړئ، چې خپلمنځي یووالی او اتفاق نور هم پیاوړی کړئ؛ ځکه د علماوو اتحاد د اسلامي امت د یووالي لامل ګرځي.»
هغه د فقهي مجلسونو د ارزښت په اړه هم خبرې کړي او زیاتوي، چې د دغو ناستو جوړېدل د شرعي مسایلو د ښې څېړنې، د حق د څرګندېدو او د علماوو ترمنځ د مینې او همغږۍ د پیاوړتیا سبب کېږي.
د فطرت وایي؛ د اسلامي امارت رهبر ټینګار کړی، چې الله تعالی پر علماوو لوی احسان کړی او هغوی یې پر دیني علم ویاړلي ګرځولي دي.
هغه ویلي، دیني علم یو سپېڅلی صفت دی او علماء د الله تعالی امانتساتونکي او د پیغمبرانو وارثان دي؛ هغه کسان دي، چې د خلکو د دیني لارښوونې مسوولیت ورپرغاړه دی.
د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې؛ علماوو د تاریخ په اوږدو کې د دین او اسلامي شریعت د ساتنې لپاره استدلال او توره کارولې او د دین د خپرېدو په لاره کې یې ګڼ کتابونه، رسالې، شرحې او تفسیرونه لیکلي دي.
هغه ټینګار کړی، چې د اسلامي شریعت پلي کول او خلکو ته یې په ښه ډول تشریح کول د علماوو له مهمو مسوولیتونو څخه شمېرل کېږي.
دغه راز نوموړي ویلي؛ علما دنده لري، چې د اسلامي امارت صادر شوي فرمانونه خلکو ته روښانه کړي، قوانین ټولنې ته ورسوي او خلک د دغو فرمانونو له ارزښت او مقام خبر کړي.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له علماوو غوښتي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې له ریاست سره بشپړه همکاري وکړي او د مجاهدینو د جهادي آثارو د ساتنې او د جهاد د تاریخ د ثبت لپاره هڅې وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د شهیدانو پر مزارونو او د شهادت پر ځایونو دې لوحې ولګول شي؛ د هغوی د قربانیو په اړه دې کتابونه او رسالې ولیکل شي او د جهاد تاریخ او د شهیدانو د شهادت ځایونه دې کره او روښانه ثبت شي، چې راتلونکي نسلونه د مجاهدینو له سرښندنو خبر شي.
د اسلامي امارت رهبر له علماوو هم غوښتي، چې خلکو ته د جهاد فضیلت او د شهیدانو، معلولانو او یتیمانو مقام بیان کړي، چې ټولنه تېر تاریخ او سرښندنې هېرې نهکړي.
ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې حاضرو علماوو یو ځل بیا د اسلامي امارت له رهبر سره خپل بیعت تازه کړ او ژمنه وشوه، چې د رهبرۍ او اسلامي نظام ملاتړ به کوي.