لوبی

عمان د افغانستان الف پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۹, ۱۴۰۲)

عمان د جمعې پر ورځ د افغانستان الف لوبډلې ته په درېیمه ۲۰ اوریزه لوبه کې د ۱۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

د اماراتو په کرکت لوبغالي کې افغان لوبډلې له پچې ګټلو سره لومړی توپ‌اچونه وکړه، کوربه لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۷۱ منډې جوړې کړې، چې عاقب الیاس ۸۴ او لوبډلمشر ذیشان مقصود ۴۰ منډې وکړې.

د افغانستان الف لوبډلې لپاره وفادار مومند غوره توپ‌اچونه وکړه او درې لوبغاړي یې وسوځول.

په ځواب کې د افغانستان الف لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې او بریالۍ نه‌شوه، چې ټاکلی هدف پوره کړي.

محمد شهزاد ۵۰، لوبډلمشر شاهدالله او صدیق الله په ترتیب سره ۴۵ او ۴۱ منډې جوړې کړې.

دا د عمان پر وړاندې د افغانستان الف لوبډلې درېیمه ماتې وه او له دې سره د سیالیو لړۍ، چې پېنځه لوبې په کې شاملې دي؛ د عمان پر ګټه پرېکړه وشوه.

د دې لړۍ بله لوبه به د شنبې پر ورځ وي.

Trending

Exit mobile version