نړۍ
غزې ته د هوا له لارې د بشري مرستو غورځول د ټرمپ په حکومت کې لومړیتوب ندی
یوې سرچینې دا تګلاره غیر واقعي وبلله؛ ځکه، چې په غزه کې د میشتو ۲.۱ میلیون فلسطینیانو اړتیاوې په پام کې نلري.
د بایډن په ولسمشرۍ کې د امریکا پوځ غزې ته شاوخوا ۱۲۲۰ ټنه خوراکي مرسته ترسره کړې؛ خو د امریکایي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا غوراوی او د غزې د خلکو لوږه او قحطۍ د ټرمپ حکومت ته د حماس پر وړاندې د اسرائیلو د نږدې دوه کلن پوځي برید په بهیر کې لومړیتوب نلري.
یوې سرچینې دا تګلاره غیر واقعي وبلله؛ ځکه، چې په غزه کې د میشتو ۲.۱ میلیون فلسطینیانو اړتیاوې په پام کې نلري.
که څه هم د امریکا نږدې متحدینو لکه اردن، متحده عربي امارات او بریټانیا غزې ته هوایي مرستې لېږدولي دي؛ خو بشري مرستندویه بنسټونه دا تګلاره ډېره سمبولیکه ګڼي او باوري دي، چې رښتینی حل د پراخو مرستو لپاره د ځمکنۍ لارې خلاصول دي.
دغه راز د مرستو هوایي کڅوړې هغو ملکي وګړو ته خطرناکې دي، چې د راکښته کېدو پرمهال ورمنډه کوي.
یو امریکایی چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو پر شرط څرګنده کړې: “دا غوراوي هیڅکله د خبرو پر میز نه و.”
یوې بلې سرچینې زیاته کړې: “دا مهال دا کړنه یو جدي غوراوی ندی.”
ځینو امریکایي چارواکو د دې غوراوي له په پام کې نیولو وروسته دا پایله ترلاسه کړه، چې دا “په بشپړه توګه ناسمه” ده؛ ځکه، چې که اسرائیل د هوایي ډګر د کارولو هوکړه هم وکړي؛ هلته اړین لوژستیکي ظرفیت نشته.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته ویلي؛ د ټرمپ حکومت په غزه کې له فلسطینیانو سره د مرستې لپاره ” د حل له نوښت ډکه لارې موندلو ” ته چمتو دی او زیاتوي؛ “ولسمشر ټرمپ له هرې هغې اغېزمنې هڅې څخه، چې د غزې خلکو ته مرسته ورسوي نه حماس ته هرکلی کوي.”
اسرائیل د جولای له وروستیو راپدېخوا تر نړیوالو فشارونو لاندې غزې ته د هوليي مرستو د لېږد اجازه ورکړه. ټرمپ د غزې د بشري مرستو بنسټ (GHF) د مرستو د وېش له هڅو ملاتړ کړی؛ خو دا بنسټ د نړیوالې ټولنې لخوا په سویلي غزه کې د محدودو عملیاتو او د مرستو په ویشلو کې د بې کفایتۍ له کبله تر نیوکې لاندې راغلی دی.
په غزه کې د دوه کلنې جګړې له کبله د مړو شمېر ۶۰ زره ته له نږدې کېدو سره په غزه کې روغتیایي چارواکو راپور ورکړی، چې د لوږې او خوارځواکۍ د قربانیانو شمېر هم مخ پر زیاتېدو دی. دغه راز د اوږو ماشومانو انځورونو د اسرائیلو پر وړاندې د نړیوالې نیوکې څپه هم راپورته کړې دي.