تازه خبرونه

فايق: غورماچ د خيالي پوليسو له لاسه سقوط وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غورماچ ولسوالۍ امنیتي مسولین وايي چې د سرتېرو د ستړیا له امله دغه ولسوالي د وسله والو مخالفینو لاس ته ولوېده.

د دې ولسوالۍ د امنیه  قومندان ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونو له مخالفینو سره له اوږدې نښتې وروسته له ولسوالۍ په شاتګ کړی.

په همدي حال کې په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازي وايي چې د خیالي پولیسو تشکیل او یو شمېر دغو پولیسو ته د امتیازاتو د نه رسېدو له کبله غورماچ سقوط وکړ.

د جګړې او نا امنیو لمن د افغانستان څلورو خواوو ته غزېدلې. فاریاب هم د سختې جګړې او ناامنیو شاهد دی.

 د لومړي ځل له پاره د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده.  یو سيمه ييز چارواکی وایي چې سرتېري په جګړه کې له ستړیا وروسته اړ شول چې له ولسوالۍ په شا شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د مخالفینو په لاس د ولسوالیو سقوط اوس حکومت ته په یوه عادي مسئله ګرځېدلې.

په ولسی جرګه کی د فاریاب ولایت استازی نقیب الله فایق وايي:

«په دې وروستيو کې له ۵۰۰ کسانو څخه ۲۸۰ کسان پاتې دي چې ډېری يې خيالي پوليس دي چې يوازې د معاش له پاره ثبت شوي دي نور په دنده کې نه ليدل کېږي. بله موضوع دا وه چې سرتېرو ته له څلورو مياشتو را په دې خوا معاش نه دی ورکړل شوی.»

د کورنیو چارو وزارت دې ټولو پوښتنو ته روښانه ځواب نه ورکوي، خو ټینګار کوي چې افغان امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې له ترهګرو سره په جدي مبارزې بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:

«زموږ د سرتېرو دنده دا ده چې له وطن دفاع وکړي او هر وخت يې دفاع کړې، خو د هېواد ستونزو ته په کتو سره خامخا له ستونزو سره مخ کېدای شي.»

له دی مخکی هم د ولسمشر لومړي مرستیال د مخالفینو د ځپلو له پاره فاریاب ولایت ته تللی و خو لیدل کېږی چې مخالفین هلته لاهم پیاوړي دي او کولای شي له حکومتي سرتېرو ولسوالي ونیسي.

Trending

Exit mobile version