تازه خبرونه

فرخندې ته د افغانستان د شهیدې خور لقب ورکړل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د حج او اوقافو وزارت فرخندې ته د افغانستان د شهیدې خور لقب ورکړ او د هغې سوځول یې د هیواد د تاریخ ترټولو ستره غمیزه وبلله.

د دې وزارت چارواکي وايي، لدې پیښې وروسته یې یو کمیسیون تشکیل کړی چې دیني ځایونه د هغو کسانو له شتونه پاک کړي چې د خلکو روحي تسکین له منځه وړي.

بل لور ته د کابل عالمانو شورا هم د فرخندې بې رحمانه وژنه د اسلام د شریعت خلاف او وحشیانه کړنه بولي.

هغه پیښه چې د پنجشنبې په ورځ یې فرخنده د خپل ژوند له یوه بل پسرلي له لیدو محرومه کړي. د حج تو اوقافو وزارت وزیر وايي، د دغې پیښې مازې وحشیانه بلل بسنه نه کوي.

دغه راز هغه د یوه با صلاحیته کمسیون د جوړیدو خبر ورکوي چې د هیواد په ګوټ کې له جوماتونو او دیني ځایونو د بازاري تعویذ لیکونکي ډغر ټول کړي.

دلته د کابل په عیدګاه جومات کې هم د پلازمینې د عالمانو او ولایتي شورا غړیو د یوې غونډې په ترڅ کې د فرخندې د وژنې په اړوند خپل دریځ روښانه کړ.

لدې پیښې وروسته په پام کې ده چې د هیواد د جوماتونو د ملایانو د روزنې لپاره یو انسټیټوټ جوړ شي او ټول جوماتونه وارزول شي.

Trending

Exit mobile version