تازه خبرونه
فنلند د نړۍ له ټولو خوشاله او افغانستان خواشینی هېوادونه نومول شوي
د ۲۰۲۳ ز. کال د خوشاله هېوادونو د نوملړ له مخې، چې د دوشنبې پر ورځ خپور شوی؛ فنلند په پرله پسې توګه د شپږم کال لپاره د نړۍ تر ټولو خوشاله هېواد او افغانستان خواشینې هغه اعلان شوی دی.
د نړۍ د تر ټولو خوشحاله هېوادونو د ۲۰۲۳ کال په راپور کې راغلي: فنلیند په پرله پسې توګه د شپږم کال لپاره لومړی ځای لري.
په دې څېړنه کې جګړې ځپلی افغانستان او هم لبنان د هغو دوه خواشینو هېوادونو په نوملړ کې راغلي، چې د ژوندانه معیار یې (د ۰ او ۱۰ ترمنځ) د نړۍ د لس خوشاله هېوادونو پر پرتله پېنځه نمرې ټیټ دی.
په دغه راپور کې له فنلند وروسته د نړۍ د خوشاله هېوادونو په نوملړ کې د دنمارک، ایسلند، هالند، سویدن، ناروې، سویس، لوګزامبورګ او نیوزیلند نومونه لیدل کېږي.
په دې نوملړ کې، روسیه د سږ کال لپاره په ۷۰ ځای کې ده.
لیتوانیا په دې نوملړ کې یوازنی هېواد دی، چې د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې راغلې، چې له ۲۰۱۷ کال راپدیخوا یې له ۳۰ څخه پورته مقام خپل کړی دی.
د نړۍ د خوشحاله هېوادونو راپور له ۲۰۱۲ کال راپدیخوا هر کال د ملګرو ملتونو پر لګښت چمتو کیږي او اټکل یې د سړي سر ناخالص کورني تولید، د ټولنیز ملاتړ کچه، د ژوند ته د هیلې، مدني دآزادۍ، د کار خوندیتوب، د فساد کچه او د عامه افکارو پایلو پراساس دی.