تازه خبرونه
فیلیپو ګراندي د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې
د ایران بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د سېشنبې پر ورځ (د جولای پر یوولسمه) په دې لیدنه کې عراقچي د کډوالو د رضاکارانه ستنېدو او خپل هېواد ته د بېاسنادو افغان وګړو د ستنېدا د پلان پلي کولو پر هوډ په داسې حال کې ټینګار وکړ، چې د دوی عزت او انساني کرامت وساتل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي افغانستان ته له خپل سفر وروسته تهران ته سفر وکړ او د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره یې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د سېشنبې پر ورځ (د جولای پر یوولسمه) په دې لیدنه کې عراقچي د کډوالو د رضاکارانه ستنېدو او خپل هېواد ته د بېاسنادو افغان وګړو د ستنېدا د پلان پلي کولو پر هوډ په داسې حال کې ټینګار وکړ، چې د دوی عزت او انساني کرامت وساتل شي.
د خبرپاڼې له مخې؛ عراقچي د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د کډوالو د ستنېدو د پروسې د ګړندي کولو او آسانتیا لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې “نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره او اړینې مرستې چمتو کړي.”
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر په دې اړه هیله څرګنده کړې، چې د افغانانو د رضاکارانه ستنېدو مسله به د هغو حقونو او کراکت ته پر درناوي ترسره شي.
کابل ته له خپل سفر وروسته فیلیپو ګراندي تهران ته سفر وکړ او له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت یې وڅارلو.
ګرانډي د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې سره د ایران د اوږدمهاله ملګرتیا او د کلونو په اوږدو کې یې افغان کډوالو ته له وړاندې شویو خدماتو ستاینه وکړه.
هغه افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه عراقچي ته معلومات ورکړل او له ایران څخه یې د افغانانو د خوندي راستنېدو د اړینو شرایطو په اړه ورسره خبرې وکړې.
دغه راز هغه ویلي: “د کډوالو د ساتنې لپاره مونږ کولی شو پر یوې دوامداره حل لارې کار وکړو، چې د راستنېدونکو حقونو ته نه یوازې درناوی رامنځته، بلکې ملاتړ هم ترې وشي.”
اوسمهال هره ورځ لسګونه زره خلک، چې ډېرې یې کورنۍ دي؛ له ایران څخه هېواد ته جبري راایستل کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو اوونیو راپدېخوا د افغان کډوالو راستنېدل او جبري ایستل په ځانګړي توګه د ایران او اسرائیلو له جګړې وروسته؛ ګړندي شوي دی.