سوداگري

قزاقستان د اړتیا وړ معدني اومه توکي له افغانستان څخه واردوي

د قازاینفورم خبري آژانس د راپور له مخې؛ ناګاسپایوف د قزاقستان د دولت په غونډه کې ویل، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د دغه هېواد د فلزي صنعت تولید ۹۷.۳ سلنې ته رسېدلی دی.

Published

on

د قزاقستان د صنعت او ودانیزو چارو وزیر یرسعین ناګاسپایوف ویلي، چې هېواد یې د فلزاتو د ویلې کولو فابریکو او فلزي صنعتونو د اړتیا وړ اومه توکو د برابرولو لپاره له افغانستان او قرغزستان سره هوکړې کړې دي.

د قازاینفورم خبري آژانس د راپور له مخې؛ ناګاسپایوف د قزاقستان د دولت په غونډه کې ویل، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د دغه هېواد د فلزي صنعت تولید ۹۷.۳ سلنې ته رسېدلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې برخه کې د تولید نسبي کمښت د ځینو صنعتي ودانیو د پلان شویو رغنیزو او د کورنیو معدني زېرمو د تدریجي کمېدا له کبله رامنځته شوی دی.

د قزاقستان د صنعت وزیر زیاته کړې، د اومه توکو د پرله‌پسې برابرونې لپاره د نویو تدابیرو له پلي کېدا سره د دې سکټور فعالیت د کال د لومړیو پېنځه میاشتو پر پرتله ۱.۸ سلنه ښه شوی دی.

هغه ویلي، چې کورنیو تولیدوونکو د مسو، جستو او سرو زرو د اومه توکو عرضه زیاته کړې، د جستو د غليظو معدني توکو لېږد بېرته پیل شوی او له افغانستان او قرغزستان څخه د معدني اومه توکو د واردولو لپاره هم هوکړې شوې دي.

ناګاسپایوف همداراز ویلي؛ د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د قزاقستان د تولیدي سکټور وده ۹.۸ سلنې ته رسېدلې، چې تر ډېره د نویو فابریکو او صنعتي پروژو د پرانیستې پایله ده.

هغه ویلي؛ تر اوسه د ۲۵۲ میلیارډ ټنګو پر ارزښت ۷۴ پانګیزې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي، چې له ۴ زره او ۳۰۰ څخه ډېرې دایمي دندې یې رامنځته کړې دي.

د قزاقستان حکومت پلان لري، چې د روان کال تر پایه د ۱.۷ ټریلیون ټنګو پر ټولیز ارزښت ۲۰۰ نورې پانګیزې پروژې هم عملي کړي.

Trending

Exit mobile version