تازه خبرونه
قضایي ادارو ته نه ځو، دوسیه سیاسي ده
جنرال دوستم به د احمد ایشچي د ادعاو په تړاو لویې څارنوالۍ او سترې محکمې ته د ځواب ویلو لپاره حاضر نه شي.
د احمد ایشچي او جنرال دوستم قضیه اوس سترې محکمې ته لیږل شوې ده. ادعا کیږي، چې جنرال او ساتونکو یې د جوزجان پر پخواني والي جنسي ځورونه کړې ده.
د جنبش ملي اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج وایي، د جنرال دوستم دوسیه سیاسي ده او له همدې کبله به هغه عدلي او قضایی ادارو ته ورنه شي.
د هغه په وینا؛ په نظام کې ځینې کړۍ شته، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال د ځایګي د کمزورتیا په هڅه کې دي او غواړي د افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف شورا له ننګونو سره مخ کړي.
د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وایي، عدلي او قضایی ارګانونو ته د جنرال دوستم ورتګ او نه ورتګ پر دې قضیې کوم اغېز نه کوي او باید د هغه په غیاب کې پرېکړه وشي.
له امریکا وروسته اروپایي ټولنې هم د دې قضیې د څېړلو غوښتنه کړې ده.
اروپایی ټولنه وایي، چې د جنرال دوستم او احمد ایشچي قضیه باید په سمه وڅېړل شي.
د اروپایی ټولنې غړي هېوادونه او ناروې غواړي، چې د بشري حقونو د نقض موارد په بیړه او وخت سره وڅېړل شي او د جنرال دوستم قضیه دې هم تعقیب شي. په دې کې برخه کې باید هیڅ ډول معافیت شتون ونه لري.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، د ائتنلافونو او بدلونونو په اړه، چې په هېواد کې رامنځته شوي؛ د یوې خپلواکې او غیر سیاسي اداري په توګه به یوازې د عدالت د خوندي کولو لپاره هڅې کوي.
ولسمشر غني وایي، چې نوموړی د لوی څارنوال په اجازه د درملنې لپاره ترکیې ته تللی؛ خو د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر دغه خبرې ردوي.
جنرال دوستم دا مهال په ترکیه کې دی.