تازه خبرونه

قطرد افغان نجونو او میرمنو په اړه د اسلامي امارت له مشرتابه سره د خبرو ډاډ څرګند کړ

Published

on

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ويلي؛ له اسلامي هېوادونو سره سلا مشوره کوي، چې په کندهار کې د اسلامي امارت له مشرتابه سره د میرمنو او نجونو د کار او زدکړو په اړه خبرې وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن وايي، چې دوی له  افغان میرمنو او نجونو سره دي او باید ډاډه وي، چې پرېکړې به بدلې شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ د ښځو او نجونو د کار او زدکړو په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت وروستۍ کړنې د ناهیلۍ وړ دي؛ خو دوحه د بدلون د راوستلو لپاره له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې روانې ساتي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په سویس کې د داووس د اقتصادي غونډې په څنډه کې څرګنده کړې؛ که څه هم له اسلامي امارت سره تعامل اسانه کار ندی؛ خو اړینه ده، چې دا هڅې روانې وساتل شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وایي: له دې پرېکړو وروسته مو هڅه کړې، چې له نورو اسلامي هېوادونو سره هم خبرې وکړو. مونږ د طالبانو له مشرتابه سره د خبرو پلان جوړوو؛ سیمه باید فعال رول ولوبوي. مونږ له طالبانو سره خبرې کوو، چې خپلې پرېکړې بدلې کړي. زمونږ پیغام افغان ښځو او نجونو ته  دا دی، چې مونږ یې ترڅنګ ولاړ یوو او باید ډاډه وي، چې دا پرېکړې به بدلې شي.

دغه راز د ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو هم ويلي؛ دوی د اسلامي همکاریو د سازمان په چوکات کې کار کوي، چې کابل د میرمنو او نجونو د کار او زدکړې اجازې ورکولو ته اړ کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وایي: د ښځو او نجونو د کار او زدکړې مخنیوی د اسلامي ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف کار دی.  مونږ پر دې موضوع موافق یوو او په دې برخه کې به له طالبانو سره د خبرو او د اسلامي همکاریو د سازمان په چوکات کې خپل کار ته دوام ورکوو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ویلي: د افغانستان د اوسني حکومت لخوا د ښځو او نجونو د زدکړې مخنیوی په بشپړه توګه د اسلام د سپیڅلي دین خلاف دی. مونږ تل په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه کوو او دا د دې هېواد د ستونزې اساسي حل دی.

تر اوسه اسلامي امارت د قطر د بهرنیو چارو د وزیر د نویو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي؛ خو د ښځو پر کار او زدکړو له بندیزونو وروسته یې ویلي، چې اسلامي امارت به له ښځو او نجونو سره د اسلامي ارزښتونو پر اساس چلند کوي او د اسلامي شريعت په چوکات کې به هغوی ته د هغوی حقوق ورکوي.

Trending

Exit mobile version