تازه خبرونه
قطرد افغان نجونو او میرمنو په اړه د اسلامي امارت له مشرتابه سره د خبرو ډاډ څرګند کړ
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ويلي؛ له اسلامي هېوادونو سره سلا مشوره کوي، چې په کندهار کې د اسلامي امارت له مشرتابه سره د میرمنو او نجونو د کار او زدکړو په اړه خبرې وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن وايي، چې دوی له افغان میرمنو او نجونو سره دي او باید ډاډه وي، چې پرېکړې به بدلې شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ د ښځو او نجونو د کار او زدکړو په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت وروستۍ کړنې د ناهیلۍ وړ دي؛ خو دوحه د بدلون د راوستلو لپاره له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې روانې ساتي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر په سویس کې د داووس د اقتصادي غونډې په څنډه کې څرګنده کړې؛ که څه هم له اسلامي امارت سره تعامل اسانه کار ندی؛ خو اړینه ده، چې دا هڅې روانې وساتل شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وایي: له دې پرېکړو وروسته مو هڅه کړې، چې له نورو اسلامي هېوادونو سره هم خبرې وکړو. مونږ د طالبانو له مشرتابه سره د خبرو پلان جوړوو؛ سیمه باید فعال رول ولوبوي. مونږ له طالبانو سره خبرې کوو، چې خپلې پرېکړې بدلې کړي. زمونږ پیغام افغان ښځو او نجونو ته دا دی، چې مونږ یې ترڅنګ ولاړ یوو او باید ډاډه وي، چې دا پرېکړې به بدلې شي.
دغه راز د ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو هم ويلي؛ دوی د اسلامي همکاریو د سازمان په چوکات کې کار کوي، چې کابل د میرمنو او نجونو د کار او زدکړې اجازې ورکولو ته اړ کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وایي: د ښځو او نجونو د کار او زدکړې مخنیوی د اسلامي ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف کار دی. مونږ پر دې موضوع موافق یوو او په دې برخه کې به له طالبانو سره د خبرو او د اسلامي همکاریو د سازمان په چوکات کې خپل کار ته دوام ورکوو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ویلي: د افغانستان د اوسني حکومت لخوا د ښځو او نجونو د زدکړې مخنیوی په بشپړه توګه د اسلام د سپیڅلي دین خلاف دی. مونږ تل په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه کوو او دا د دې هېواد د ستونزې اساسي حل دی.
تر اوسه اسلامي امارت د قطر د بهرنیو چارو د وزیر د نویو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي؛ خو د ښځو پر کار او زدکړو له بندیزونو وروسته یې ویلي، چې اسلامي امارت به له ښځو او نجونو سره د اسلامي ارزښتونو پر اساس چلند کوي او د اسلامي شريعت په چوکات کې به هغوی ته د هغوی حقوق ورکوي.
تازه خبرونه
سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمالالدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشهيي توکو په قاچاق کې پانګونه ونهکړي.
دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمهییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.
چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.
د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.
د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.
د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.
چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول4 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
-
لوبی1 day agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
