روغتيا
قطر او د روغتیا نړیوالې ټولنې افغانستان ته د روغتیایي مرستو پر برابرولو هوکړه وکړه
د روغتیا نړیوالې ټولنې څرګنده کړی، چې د افغانستان په ۱۱ بې برخې پاتې ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د ملاتړ لپاره د قطر له پراختیايي صندوق سره د روغتیایي مرستو د برابرولو یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
د دې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ د قطر د پراختیايي صندوق پیسې به د لومړنیو روغتیايي، مور او ماشوم خدمتونو او روغتیايي تجهیزاتو پر وېش ولګول شي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې د دې ټولنې او د قطر د پراختیايي صندوق ګډه موخه په افغانستان کې د ۸۹ روغتیايي مرکزونو له لارې د ناروغیو او مړینې کمول دي.
د قطر د پراختیایي صندوق مشر خلیفه بن جسیم الکواري ویلي: قطر د افغانانو لپاره د نړیوال ملاتړ په سر کې ځای لري او مونږ د روغتیا په برخه کې د ملاتړ له لارې د پام وړ لاسته راوړنو او د افغانانو د ژوند د ښه والي په لټه کې یوو.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي لوو داپنګ ویلي: د قطر پراختیايي صندوق نوې بودیجه به ډېرو زیاتو خلکو په ځانګړي توګه ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او تر ټولو زیان منونکیو سیمو ته زمونږ وړتیا زیاته او د دې هېواد لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.