تازه خبرونه

قطر له افغانستان د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا تازه کړه

دا دریځ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د شپېتمې ناستې پر مهال څرګند شو؛ هلته، چې قطر د ډیپلوماټیکو هڅو، بشري مرستو او د افغانستان د وضعیت په اړه د پراخو خبرو اترو په ملاتړ کې خپل رول او هڅې روښانه کړې.

Published

on

قطر له افغانستان سره د شته ننګونو په حل کې د مرستې لپاره د یوه هڅاند(فعال) نړیوال شریک په توګه خپله ژمنه بیا تکرار کړه.

دا دریځ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د شپېتمې ناستې پر مهال څرګند شو؛ هلته، چې قطر د ډیپلوماټیکو هڅو، بشري مرستو او د افغانستان د وضعیت په اړه د پراخو خبرو اترو په ملاتړ کې خپل رول او هڅې روښانه کړې.

په ژنیو کې د قطر د دایمي ماموریت مرستیالې جوهرة بنت عبدالعزیز السویدي د خپلو خبرو پر مهال؛ د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د افغانستان اړوند مهمو غونډو پر کوربتوب د نړیوالې اجماع د جوړولو لپاره، د قطر بریالی دریځ روښانه کړ.

السویدي د اقتصادي بحران، بې کارۍ، د خوړو ناامني، د میلیونونو کډوالو بېرته ستنېدا او د بندیزونو او شتمنیو کنګل کېدا اغېزو ته ورته ننګونو ته د نغوتې تر څنګ څرګنده کړه: “دا ننګونې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وده او ساتنه نېغ پر نېغه اغېزې لري”.

هغې زیاته کړې؛ دې ستونزو ته لاسرسی د نړیوالې ټولنې پرله‌پسې همکاريو، بشري مرستو، د افغان ادارو بیارغونې او له ټولو ښکېلو خواوو سره اغېزمنو خبرو اترو ته اړتیا لري.

دغه راز د قطر له وروستیو بشري مرستو هم یادونه وشوه، چې د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلو سیمو ته په پېنځه الوتکو کې له ۱۰۰ ټنو څخه ډېرې بېړنۍ مرستې ولېږدول شوې.

السویدي په افغانستان کې د بشري حقونو پر ملاتړ ټینګار کوي او په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو په ګډون زده‌کړې او کار ته د دوی لاسرسی له افغان لوري سره د خپلو خبرو اترو یوه برخه بولي.

Trending

Exit mobile version