Connect with us

تازه خبرونه

قطر په افغانستان کې پر خپل فعال نړیوال دریځ یو ځل بیا ټینګار څرګند کړ

د ملګرو ملتونو د ژنیو په دفتر کې د قطر د دایمي ماموریت دوه‌یم سکرتر عبدالله بن علي بهزاد دا څرګندونې د بشري حقونو شورا په دریشپېتمه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره د متقابل بحث په ترڅ کې کړې دي.

خپور شوی

د

 

قطر یو ځل بیا د افغانستان په تړاو د منځګړیتوب، د خبرو اترو د کوربه‌توب او د نړیوالې اجماع او همغږۍ لپاره د زمینې د برابرولو په اړه پر خپل فعال نړیوال دریځ ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ژنیو په دفتر کې د قطر د دایمي ماموریت دوه‌یم سکرتر عبدالله بن علي بهزاد دا څرګندونې د بشري حقونو شورا په دریشپېتمه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره د متقابل بحث په ترڅ کې کړې دي.

عبدالله بن علي بهزاد ویلي، افغانستان اوس هم د نړۍ له تر ټولو لویو او پېچلو بشري ناورینونو سره مخ دی او نږدې ۲۲ میلیون کسان، چې د هېواد د وګړو شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې؛ دغه ناورین د ناامنۍ، اقتصادي کمزورۍ، اقلیمي بدلونونو، د خلکو بې‌ځایه کېدا، د بودجې او بشري مرستو د کموالي، د میلیونونو کډوالو د بېرته ستنېدا، د بندیزونو د دوام او د افغانستان د شتمنیو د کنګل پاتې کېدا له کبله نور هم سخت شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: د خوړو د نه‌خوندیتوب ګواښ هم له ۴.۷ میلیون څخه ډېر کسان، چې شاوخوا ۳.۷ میلیون یې ماشومان دي؛ ګواښي.

د قطر استازي ټینګار کړی، چې د ماشومانو او نجونو له زده‌کړو ملاتړ، اوس هم د دې هېواد له لومړیتوبونو څخه دی.

هغه ویلي، قطر د سلګونو افغان ماشومانو په ایستلو کې مرسته کړې او هغوی ته یې سرپناه، پالنه، رواني ملاتړ، خواړه او زده‌کړې برابرې کړې دي.

بهزاد ویلي، چې د قطر پراختیايي صندوق او «ښوونه تر هر څه پورته» بنسټ له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا د هغو ۳۰ زره افغان زده‌کوونکو د زده‌کړو ملاتړ کړی، چې له زده‌کړو پاتې دي.

هغه همداراز ویلي، چې د قطر سرې میاشتې له ۲۰۱۶ز.کال راپدېخوا د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د زده‌کړو له برخې سره خپلې مرستې روانې ساتلې دي.

د بهزاد د څرګندونو له مخې، د قطر خیریه ټولنه د قطر د پراختیايي صندوق پر تمویل، افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او داخله ناروغانو لپاره د یوه تخصصي روغتون د جوړولو او سمبالولو پروژه هم پلي کوي.

د قطر استازي ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته د رسېدنې او د امنیت، ثبات او پراختیا لپاره د هغوی د غوښتنو د پوره کولو لپاره باید هر اړخیزه تګلاره غوره شي؛ داسې تګلاره، چې بشري مرستې له مسوولانه سیاسي تعامل سره وتړي.

تازه خبرونه

له امریکا پاتې پوځي تجهیزات اوس د افغان دولت دي – اسلامي امارت

عبدالقهار بلخي له «سي‌بي‌اس نیوز» سره په خبرو کې ویلي:« دغه تجهیزات اوس د افغانستان د دولت اړوند دي او مونږ د افغانستان د دولت د شتمنیو پر سر د معاملې او راکړې ورکړې په لټه کې نه‌یوو.»

Published

on

 

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې له امریکا پاتې پوځي تجهیزات اوس د افغانستان د دولت ملکیت دي.

عبدالقهار بلخي له «سي‌بي‌اس نیوز» سره په خبرو کې ویلي:« دغه تجهیزات اوس د افغانستان د دولت اړوند دي او مونږ د افغانستان د دولت د شتمنیو پر سر د معاملې او راکړې ورکړې په لټه کې نه‌یوو.»

هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې، چې یاد تجهیزات د امریکايي مالیه ورکوونکو پر پیسو پېرل شوي؛ ویلي، امریکا په افغانستان کې ډېر څه ترسره کړي او «ډېر کسان یې وژلي او د هېواد ډېره برخه یې ویجاړه کړې ده.»

بلخي زیاته کړې:« آیا امریکایان باید لومړی د خپلو دغو کړنو بیه ورنه‌کړي؟»

« سي‌بي‌اس نیوز» د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د کلیزې پر مناسبت په یوه مطلب کې لیکلي، چې له دغو بریدونو ۲۵ کاله وروسته، اسلامي امارت یو ځل بیا پر افغانستان واکمني کوي او دا ځل هم د امریکايي ځواکونو له پاتې شویو پوځي تجهیزاتو څخه برخمن دی، چې ارزښت یې ۷ میلیارډ ډالره ښودل شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغان ماشومانو د زده کړې په لاره کې ډېر خنډونه پراته دي – اوچا

اوچا نن( سې‌شنبه د وږي اووه‌لسمه) د سواد زده‌کړې له نړیوالې ورځې سره هممهاله په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ سواد او زده‌کړه پوهې، ډېرو فرصتونو او خوندي راتلونکي ته د ماشومانو د لاسرسي لاره اواروي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر( OCHA) ويلي، چې په افغانستان کې ماشومان زده‌کړې ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو خنډونو سره مخ دي.

اوچا نن( سې‌شنبه د وږي اووه‌لسمه) د سواد زده‌کړې له نړیوالې ورځې سره هممهاله په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ سواد او زده‌کړه پوهې، ډېرو فرصتونو او خوندي راتلونکي ته د ماشومانو د لاسرسي لاره اواروي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د زده‌کړو په برخه کې پرله‌پسې پانګونه د دغو فرصتونو د پرانیستي ساتلو لپاره اړینه ده، چې هر ماشوم وکولی شي وده وکړي او له خپلو وړتیاوو ګټه واخلي.

اوچا زیاته کړې؛ د افغان ماشومانو لپاره د زده‌کړې او سواد برابرول د هغوی د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره یو اړین عامل دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل پولیتخنیک کې د هوافضا او پرمختللیو هوایي سیسټمونو ځانګړی پوهنځی جوړ شو

دغه پوهنځی څلور ډیپارتمنټونه لري، چې د بې‌پیلوټه الوتکو انجنیري، د الوتکو انجنیري، د هوافضا انجنیري او د رادار او اویونیک انجنیري برخې رانغاړي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۷, ۱۴۰۵

د لوړو زده‌کړو وزارت ويلي، د هېواد د لوړو زده‌کړو په نظام کې د لومړي ځل لپاره په کابل پولیتخنیک پوهنتون کې د هوافضا او پرمختللیو هوايي سیسټمونو ځانګړی پوهنځی جوړ شوی دی.

دغه پوهنځی څلور ډیپارتمنټونه لري، چې د بې‌پیلوټه الوتکو انجنیري، د الوتکو انجنیري، د هوافضا انجنیري او د رادار او اویونیک انجنیري برخې رانغاړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت څرګنده کړې، د دې پوهنځي جوړول د هېواد په اړتیا وړ څانګو کې د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره د دغه وزارت د پروګرامونو یوه برخه ده.

د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم هم د لوړو زده‌کړو شورا په غونډه کې د اسلامي امارت د پېنځه‌کلنو لاسته راوړنو په اړه خبرې کړي او د استادانو پر ډېر ملاتړ او ورته یې د غوره زده‌کړه‌ییزو شرایطو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د پوځي چارو کارپوهان د دې پوهنځي جوړول د هېواد د علمي او تخنیکي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې یو بنسټیز ګام بولي.

د دوی د څرګندونو له مخې، د هوافضا، بې‌پیلوټه الوتکو، رادار او اویونیک په برخو کې زده‌کړې کولی شي د هېواد د تخنیکي وړتیاوو او کورنیو صنعتونو د پراختیا زمینه برابره کړي.

یو شمېر زده‌کړیالانو هم د دې پوهنځي له جوړېدا هرکلی کړی او وايي، چې په نویو او تخصصي څانګو کې زده‌کړې به ځوانانو ته ډېر علمي فرصتونه برابر کړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولان وايي؛ هڅه کوي، چې د تخصصي څانګو پر جوړولو د هېواد د اړتیا وړ مسلکي کادرونو د روزنې زمینه برابره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!