نړۍ

قطر په غزه کې د م.م د امنیت شورا د اوربند له پرېکړه لیک هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۳)

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا له هغه پرېکړه لیک هرکلی کړی، چې د روژې پرمهال یې په غزه کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ قطر هیله لري، چې دا ګام به په غزه کې د روانې دښمنۍ د دایمي پای ته رسولو لپاره په ځانګړي توګه د ناورین بشري اړخ په پام کې ونیسي، چې ملکي وګړي، ماشومان او ښځې ترې ځوریږي.

په دې خبرپاڼه کې د پرېکړه لیک پر پلي کېدا؛ د شخړو پر بندولو، د غزې ټولو سیمو ته د بشری مرستو رسېدا او بې خنډه ننوتلو د آسانتیاوو او په روانو خبرو اترو کې د مثبت ګډون اړتیا غوښتل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: دغه وزارت هیله لري، چې دې پرېکړه لیک ته د ۱۴ هېوادونو رایه ورکول به د فلسطین په اشغال شوي سیمو او په ځانګړي توګه د غزې تړانګه کې د غمجنو حالاتو په اړه د نړیوالې ټولنې د پوهاوي په هڅو کې بنسټیز بدلون رامنځته کړي.

دغه راز د فلسطین د خلکو د مشروع حقوقو په ملاتړ کې قطر پر پرېکنده دریځ ټینګار کړی دی.، په دې کې د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو خوندیتوب او د خپل خپلواک دولت د جوړولو حق هم شامل دی، چې ختیځ بیت المقدس یې د پلازمېنې په توګه وي.

قطر په تېرو څو میاشتو کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو تبادلې په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو په هیله د خبرو اترو په اسانه کولو او منځګړیتوب کې مهم رول لوبولی دی.

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن د یک شنبې پر ورځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو له مرستیال مارتین ګریفیتس سره د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسولو د اسانتیاو په اړه هم خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې په کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د بېړني اوربند او همدارنګه د ټولو یرغمل شویو خوشې کولو غوښتنه شوې ده. امریکا دغه پرېکړه لیک ته ممتنع رای ورکړې ده.

د شورا ۱۴ نورو غړیو د دغه پرېکړه ليک په حق کې مثبته رای ورکړه. دغه پرېکړه ليک د دې شورا د ۱۰ غړو له‌خوا وړانديز شوى و.

په ملګروملتونو کې د الجزایر استازي عمار بن جام ویلي: د فلسطین ولس ډېر ځپل شوی دی؛ دا وینه تویونه له ډېر وخت راپدیخوا روانه ده. دا زمونږ دنده ده، چې د دې وینې تویېدو مخه ونیسو.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د امریکا د دغه پرېکړه لیک له ویټو کولو څخه ډډه کول له خپل پخواني دریځ څخه «ښکاره شاتګ» دی او د اسرائیلو جګړې او د حماس له‌خوا تر اوسه د ۱۳۰ برمته شویو کسانو د خلاصون هڅې ته زیان رسوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي خبریالانو ته ویلي: زمونږ رای زمونږ په پالیسۍ کې د بدلون استازیتوب نکوي او هیڅ شي مو په پالیسۍ کې بدلون ندی کړی.

اسرائیلو د تېر کال د اوکټوبر د میاشتې له اوومې، چې د حماس تر برید لاندې راغلل او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل شول؛ پر غزه بریدونه پیل کړل.

له هغه وخت راپدیخوا په غزه کې له ۳۲ زره او ۲۰۰ څخه ډېر فلسطینیان، چې ډېري یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي او له ۷۴ زره او ۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version