سیمه ییز خبرونه
كابل ښاروالۍ په تېرو درېيو مياشتو كې ۵۰۰ ميليونه افغانۍ زيان ليدلى دى
كابل ښاروالي وايي، په تېرو درېيو مياشتو كې په ګمركونو كې د ښاري خدمتونو د ماليو د را ټولېدو له امله يې نږدې ۵۰۰ ميليونه افغانۍ زيان ليدلى دى.
كابل ښاروال محمد يونس نو اندېش وايي:
د وزيرانو شورا د عدليې د وزير په مشرۍ يوې كمېټې ته دنده سپارلې وه، چې په ګمركونو كې د ښاري خدمتونو د ماليې د وركولو په اړه د دغه شورا پرېكړه وڅېړي.
نوموړى زیاتوي، د كمېټې څېړنو وښوده، چې د وزيرانو شورا مخكينۍ پرېكړه د قانون خلاف وه.
تر دې وروسته وزيرانو شورا پرېكړه وكړه، چې د پخوا په شان بېرته په ټول افغانستان كې د ښاري خدمتونو ماليه د ښارواليو د کارکوونکو له خوا ټوله شي.
هغه دغه راز وايي، چې په تېرو درېيو مياشتو كې كه څه هم دا ماليه د ګمركونو له خوا را ټولېده، خو د توكو په بيو كې هېڅ بدلون نه دى راغلى او برعكس يوازې كابل ښاروالۍ ۵۰۰ ميليونه افغانۍ زيان ليدلى دى.
د محلي ارګانونو د ښارواليو رياست اداري آمر شاه لالا فراهي د وزيرانو شورا وروستۍ تصميم قانوني بولي او وايي، چې دا تصميم د سوداګرۍ او صنايعو خونې او سوداګرۍ وزارت غوښتنو ته په پام نيول شوى دى.
له دې مخكې يو شمېر سوداګرو د وزيرانو شورا د دې پرېكړې په اړه اعتراض كړى و او له دوى يې غوښتي و، چې د ښارواليو ماليې دې په ګمركونو كې واخيستل شي.
دوى وايي، د ښارونو په دروازو كې د ښارواليو له خوا د ښاري خدمتونو د ماليو اخيستل د اداري فساد د زياتوالي لامل كېږي.