سیمه ییز خبرونه
كام ايرهوايي شركت د نشه يې توكو د ليږد تور رد كړ
كام ايرهوايي شركت د امريكايي ځواكونو لخوا پر دغه شركت هغه لگيدلي تورونه رد كړل، چې گواكې د دغه شركت په الوتكو كې تاجكستان ته نشه يي توكي وړل كيږي.
د دغه شركت رييس زمري كامگار دا تورونه يوه دسيسه او له دوى سره د بهرنيو هوايي شركتونو ناسالم رقابت بولي او له ولسمشر څخه غواړي، چې:
د قضيې د روښانولو لپاره دې دغه قضيه عدلي او قضايي بنسټونو ته د څېړنې لپاره وليږي.
د امريكا وال ستريټ ژورنال ورځپانې د رپوټ له مخې:
امريكايي ځواكونو ويلي د دوى څېړنو ښكاره كړې، چې كام اير هوايي شركت په خپلو الوتكو كې له افغانستان څخه روسيې، اروپا او د نړۍ نورو هېوادونو ته نشه يې توكي ليږدوي.
امريكايي لوړ پوړو امنيتي چارواكو ويلي، چې:
دغه شركت نور نشي كولى له دوى څخه كوم قرارداد تر لاسه كړي.
د كام اير هوايي شركت رييس زمرى كامگار په داسې حال كې، چې دغه تورونه ردو وايي:
كه امريكايي ځواكونه په دې لړه كوم اسناد لري؛ نو د افغانستان حكومت عدلي او قضايي بنسټونه دې وسپاري او كه نه په وړاندې به حقوقي دعوه پرانيزو.
د افغانستان د وزيرانو شورا په دې ورستيو كې پرېكړه كړې وه، چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو اكمالات، چې د يو شمېر بهرنيو غير راجسټر هوايي شركتونو له خوا تر سره كيږي بايد افغان هوايي شركتونو ته وسپارل شي.
د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الكوزى وايي:
د امريكايي ځواكونو له خوا په تور ليست كې د كام اير شركت شاملول له دې پرېكړه سره تړاو لري.
د كابل د نړيوال ډگر رييس محمد يعقوب رسولي وايي:
په وروستيو كلونو كې بهرنيو او كورنيو هوايي شركتونو د فعاليتونو له زياتيدو او د پلټنو د پرمختللي سيستم له فعاليدو وروسته كابل نړيوال هوايي ډگر نړيوال اعتبار تر لاسه كړى دى.
د افغانستان د اقتصادي عالي شورا غړى سيد مسعود وايي:
پوښتنه دا ده، چې پر كام اير وروستى تور به د كابل هوايي ډگر اعتبار ته څومره زيان ورسوي؟
كام اير لومړنى افغان هوايي شركت دى، چې په ۲۰۰۳ م كال كې يې خپل فعاليت پيل كړ. دغه شركت په هېواد كې د الوتنې تر څنگ له هېواد بهر تاجكستان، متحده اماراتو، هند او يو شمېر نورو هېوادونو ته هم الوتنې لري.