سیمه ییز خبرونه
كراكر، د طالبانو د ځپلو پر موخه پر هوايي بريدونو ټينگار څرگند كړ
په افغانستان كې د امريكا سفير وايي، چې:
امريكا پرافغانستان د راكټي بريدونو په وړاندې خپل غبرگون ښودلى دى.
رايان كراكر، چې د اطلاعاتو او فرهنگ وزيررهين په ملتيا په يو ورځيني سفرهرات ته تللى؛ په دغه ولايت كې يې د اختيارالدين كلا،چې په دې ورستيو كې د امريكا او المان هېادونو له خوا بيا رغول شوې هم پرانيسته.
په افغانستان كې د امريكا سفير رايان كراكر د بيارغونې او امنيت پر راوستو د نړيوالې ټولنې او په خاص ډول د امريكا پرملاتړ او مرسته يو ځل بيا ټينگار وكړ او د افغانستان له خلكو يې وغوښتل، چې د دغه بهير د بريا لپاره نوره مرسته او هلې ځلې هم وكړي.
نوموړي وويل، چې:
د امريكا او المان له خوا د هرات د ارگ بيا رغونه، چې شاوخوا يو ميليون امريكايي ډالر پرې لگول شوي؛ له افغانستان سره په فرهنگي برخه كې د نړيوالې ټولنې د مرستو يوه بېلگه ده .
په افغانستان كې د امريكا سفير رايان كراكر ټينگار كړى، چې:
مونږ كوښښ كوو، چې په افغانستان كې په ځانگړي توگه د هرات تاريخي آثارو او تاريخي ځايونو په ساتنه كې ډېره مرسته وكړو.
د امريكا سفير همدا راز په دې خبري غونډه كې وويل، چې:
په افغانستان كې د امنيت ټينگښت د سيمې د هېوادونو په گټه دى او بايد په دې برخه كې هلې ځلې تر سره شي.
نوموړي همدا راز د پاكستان له خاورې د افغانستان پرسرحدي سيمو راكتې بريدونه د اندېښنې وړ وبلل او ادعا يې وكړه، چې:
دوى به د پاكستان په خاوره كې د حقاني د ډلې او وسله والو طالبانو د مشرانو د له منځه وړلو په موخه خپلو هوايي بريدونو ته دوام وركړو .
په افغانستان كې د امريكا سفير رايان كراكر وايي:
مونږ په تېرو دوه ورځو كې د پاكستان پر ميرانشا هوايي بريدونه كړي، د حقاني ډلې دوه مشران وژل شوي او خپلو بريدونو او فشارونو ته به په همدې توگه دوام وركړو.
رايان كراكر وويل، چې:
امريكا به د افغانستان د پولو ساتلو په موخه د افغان ځواكونو د تجهيزولو په برخه كې هم خپلې هڅي گړندۍ كړي.
په افغانستان كې د امريكا سفير په داسې حال كې د حقاني او وسله والو طالبانو د مشرانو وژلو په موخه په پاكستان كې د امريكا پرهوايي بريدونو ټينگاركوي، چې په دې ورستيو كې د افغانستان، پاكستان او امريكا ترمنځ سياسي كړكېچ را منځته شوى او اړيكې يې ترينگړې شوې دي .