پرمختګ او بشپړتیا

كندهار ښاریانو د کابل د پېښې له ټپيانو سره د وينې مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د يکشنبى په ورځ د کندهار ښار ځوانانو او اوسيدونکیو د کابل د شنبې ورځې خونړي بريد له قربانيانو سره د ويني مرسته وکړه.

د دوى په خبره دهېواد دښمنان په دي ډول بريدونو غواړي د افغانانو تر منځ نفاق رامنځته کړي او خپلو موخو ته ځان ورسوي؛ خو افغانان به هيچاته اجازه ورنکړي، چي په دى ډول عملونو بي اتفاقي راولي.

د دې ولايت دعامې روغتيا رييس داکتر احمد الله فيضي وايي،دالړى به ترهغېروانه وي، چي په مرکز کي ويني ته اړتيا وي.

هغه زیاتوي، دوينې ورکوونکیو شمېر ډېر دى، چې پر مركز سربېره به په کندهار کې هم دغه وينه دجنګ قربانيانوته په وړيا ډول ورکړ شي.

دغه راز د زابل ولايتي شورا غړیو هم  دکابل پرونى بريد غندلی اوله دولت څخه يي دعاملينو دنيولو غوښتنه وکړه.

ديادونې وړ ده، چي د شنبې په ورځ دکابل په دهمزنګ څلور لاري(شهداوو چوک) کې د لاريون کوونکیو په منځ کي ځانمرګي بريد نږدې نوي كسان ووژل او ۲۰۰ نور ټپیان دي.

خبریال: بريالى رحيمي

 

Trending

Exit mobile version