تازه خبرونه

لاوروف غواړي د افغانستان په اړه د سمرقند په سیمه ییزه ناسته کې ګډون وکړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۴۰۲)

تاس د شنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په څلورمه غونډه کې ګډون کوي.

ټاکل شوې، چې د اپریل پر دیارلسمه د ازبکستان په پلازمېنه سمرقند کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون سیمه‌ییزه ناسته جوړیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روسیې د پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف کوي.

د یاد وزارت د څرګندونې له مخې؛ په دې غونډه کې به د افغان سیاسي جوړجاړي د اسانتیا او په هېواد کې د بشري او ټولنیز-اقتصادي وضعیت د ثبات لپاره د سیمه ییزو شریکانو پر نورو ګامونو خبرې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې د پېچلي امنیتي وضعیت او د ترهګرو فعالیتونو او د نشه يي توکو د تولید د زیاتېدو او مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو تر منځ همغږۍ ته توګه مهمه ده او د مخکني هوکړه لیکونو له مخې به د کابل په ګډون د سیمه ییزو اقتصادي ادغام او د ترانسپورت او انرژۍ د پروژو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

Trending

Exit mobile version