تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل د ټولو هېوادونو په ګټه دی ـ سراج الدین حقاني

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۶, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني شنبه د چنګاښ ۲۵ د خوست ولایت د صبریو د عالمانو په غونډه کې ویلي؛ افغانستان د نړۍ کوم هېواد ته ګواښ ندی او د مثبتو دوه اړخیزو اړیکو د جوړولو وړتیاوې لري.

سراج الدین حقاني خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له ټولو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې اسلامي او افغاني عنعناتو ته درناوی وکړي او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.

هغه ویلي: د نړیوالو قوانینو او د اسلامي او افغاني عنعناتو له مخې مونږ وپېژنئ؛ که مو ونه پېژنئ، نو مونږ به خپلو خلکو ته ووایو، چې افغانان بې غیرته ندي او دوی اوس هم د تېرو شل کلونو په څېر مبارزه کولی شي.

سراج الدین حقاني له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل د ټولو هېوادونو په ګټه وباله او ټینګار یې وکړ، چې په اوسني وضعیت کې افغانستان او نړۍ متقابلې اړتیاوې لري.

هغه وایي: زه وایم؛ دا د دوی په خیر ده، چې له اسلامي امارت سره دیپلوماټیک تعامل وکړي. دوی مونږ ته اړتیا لري او دوی به سبا ته له مونږ سره د کوم اصولو او کوم رسميت له مخې خبرې کوي.

د ټولګډونه حکومت رامنځته کول، د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او توکمیزو اقلیتونو د حقونو خوندیتوب او له افغانستان څخه د نورو هېوادونو پر وړاندې د ترهګریزو ګواښونو مخنیوی د اسلامی امارت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له اساسی شرطونو څخه دي.

په تېرو يوولس مياشتو کې د افغانستان له نوي حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د سيمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ډېرې غونډې وشوې؛ خو تر اوسه کوم هېواد د اوسني حکومت رسميت پېژندلو ته حاضر شوی ندی.

که څه هم اسلامي امارت وايي، چې د رسمیت پېژندلو لپاره یې د عالمانو د لویې غونډې د جوړولو په ګډون یې ټول شرایط پوره کړي؛ خو داسې ښکاري، چې تر دې دمه د نړیوالې ټولنې قناعت ندی حاصل شوی او د نوي افغان حکومت د مشروعیت بحران اوس هم پر ځای پاتې دی.

Trending

Exit mobile version