تازه خبرونه

له افغانانو سره ۸۰۰ ميليون دالرو بېړنې مرستې ته اړتیا ده – د خواړو نړيوال پروګرام

Published

on

د ملګرو ملتونو د خواړو نړيوال پروګرام ويلي، چې افغانستان د لوږې له ګواښ سره مخ دی او د راتلونکیو شپږ مياشتو لپاره له اړو خلکو سره د مرستې لپاره ۸۰۰ ميلیون دالرو ته اړتيا لرو.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ که بشري مرستې روانې ونه‌ساتل شي، سلګونه زره نور افغانان به د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړ شي.

تېره اوونۍ اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار هم بنديز ولګاوه، چې د طالبانو دا ګام له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ټینګار کړی، چې د ژوند ژغورونکیو مرستو د رسونې په ګډون د دې ټولنې په چارو کې د ښځینه کارمنانو ونډه پوره اړینه ده.

د خوړو نړيوال سازمان وايي، په منځنۍ کچه د کورنیو ۸۸ سلنه عايد پر خوراکي توکو لګیږي، ځکه ۹۲ سلنه افغانان په کافي اندازه خوراکي توکي نشي خوړلی.

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې یې عملیات لږ شوي دي. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال لپاره د ۲۴۹ میلیون دالرو د ترلاسه کولو منظوري ترلاسه کړې ده.

اسلامي امارت اړوند وزارتونه  بيا د تېر پرتله له اقتصادي ودي خبر ورکوي او وايي؛ د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې او نړیوالې پانګونې او سوداګرۍ د ورجلبولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي.

د مالیې وزارت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې له ۱۹۴ ميلیارد افغانیو ډېر عواید راټول شوي، چې ۱۴۰۰ کال پر پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي؛ پر ۱۴۰۱لمریز لېږدیز کال د پانګونې په ډګر کې د ښځو حضور د تېر کال پر پرتله ۶۶ سلنه ډېر شوی او د هېواد په اقتصادي ډګر کې د ښځو فعال حضور او پانګونه کولی شي د کورنیو خوراکي خوندیتوب ډاډمن او د بېوزلۍ کچه راټیټه کړي.

Trending

Exit mobile version