تازه خبرونه
له افغانستان سره د اوبو او برښنا په پروژو کې همکاريو ته چمتو یوو- هند
هغه هند ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ګډې خبرپاڼې ته په نغوته کې وویل: “ګډه خبرپاڼه څرګند ټینګار کوي، چې هند د اوبو د سرچینو د دوامداره مدیریت لپاره د افغانستان د اوبو او برښنا پروژو په ګډون له ټولو هڅو ملاتړ ته چمتو دی.”
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال نن (پنجشنبه د لړم اتمه / د اوکټوبر دېرشمه) په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان پر کونړ سیند د بند د تمویل یا جوړولو د امکان په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل؛ نوی ډیلي چمتو دی، چې له افغانستان سره د اوبو او برښنا په پروژو کې همکاري وکړي.
هغه هند ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ګډې خبرپاڼې ته په نغوته کې وویل: “ګډه خبرپاڼه څرګند ټینګار کوي، چې هند د اوبو د سرچینو د دوامداره مدیریت لپاره د افغانستان د اوبو او برښنا پروژو په ګډون له ټولو هڅو ملاتړ ته چمتو دی.”
جیسوال زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه د اوبو په برخه کې د همکارۍ اوږد تاریخ لري او د سلما بند، چې اوس د هند- افغانستان د دوستۍ بند پېژندل کیږي؛ د دې همکاریو یوه غوره بېلګه ده.
دا څرګندونې په داسې وخت کې رامنځته کیږي، چې د اسلامي امارت مشر په دې وروستیو کې د انرژۍ او اوبو وزارت ته د کونړ سیند پر سیند د بند جوړولو سپارښتنه کړې ده.