تازه خبرونه
له افغانستان سره د پولو د کنټرول لپاره به مصنوعي ځیرکتیا وکارول شي – ایران
د ایراني پوځ د ځمکنیو ځواکونو قومندان ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د هېواد د ګډو پولو د تړلو پلان به د مصنوعي ځیرکتیا او برښنايي ټکنالوژۍ پر کارولو پلي کیږي او هڅه کوي، چې د روان کال تر پایه د پولې تړل څلور سوه کیلومټرو ته وغځوي.
ایراني چارواکو ويلي، چې دوی له افغانستان سره د هېواد ګډې پولې له مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو کنټرول کړي.
د ایراني پوځ د ځمکنیو ځواکونو قومندان ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د هېواد د ګډو پولو د تړلو پلان به د مصنوعي ځیرکتیا او برښنايي ټکنالوژۍ پر کارولو پلي کیږي او هڅه کوي، چې د روان کال تر پایه د پولې تړل څلور سوه کیلومټرو ته وغځوي.
د ایراني پوځ ځمکنیو ځواکونو قومندان له افغانستان سره د خپلو پولو د تړلو لپاره د ایران د هڅو د دوام ترڅنګ ويلي، چې له افغانستان سره د هېواد د ګډو پولو د تړلو پلان به د ‘مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ’ او برښنا پر کارولو پلی شي.
کیومرث حیدري له ایراني رسنیو سره په مرکه کې زیاته کړې؛ دوی هڅه کوي، چې د روان کال تر پایه د پولې تړل څلور سوه کیلومټرو ته وغځوي.
کیومرث حیدري وایي: “د روان کال تر پایه پورې به د پولې بندښت څلور سوه کیلومټرو ته وغځوو. ډېر ښه پلان جوړ شوی دی. دا بندیز به ډېر ځیرکه وي. ویل کیدی شي، چې له هغو حسوونکو سره، چې د ټکنالوژۍ په وروستي څنډه کې دي او پخپله د ځمکنیو ځواکونو لخوا تولید شوي، دا دیوال او پوله ځیرکه کیږي.”
ایراني چارواکو دا ټینګار هم کړی؛ دا سرحدي دیوال، چې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو جوړ شوی؛ د ټرافیکو دقیق او رښتیني وخت څارنه ممکنه کړي او د بهرنیو وګړو ټول ټرافیک، استوګنځی او کارموندنه به په مدغم سیسټمونو کې وڅارل شي او له امنیت سرغړونکو سره به پرېکنده چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري د جمعې پر ورځ له افغانستان سره د ګډو پولو د سفر پر مهال وویل، چې په دې پروژه کې به له برښنایي او ځیرکو تجهیزاتو څخه کار واخیستل شي. هغه دا ټینګار هم وکړ، چې د پولې تړل به په سیمه کې د دوامداره امنیت په ډاډمنولو، د مخدره توکو قاچاق، منع شوي توکو کمولو او ایران ته د افغان کډوالو غیرقانوني تګ راتګ کې مهم رول ولوبوي.
