تازه خبرونه
له افغانستان سره عملي او رغنده تعامل؛ د یوناما بنسټیزې هڅې او سیمهییزه همکاري
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو نږدې پېنځه کاله وروسته، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې څرګند بدلون رامنځته شوی او د انزوا پر ځای عملي تعامل ورته د پام وړ ګرځېدلی دی.
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې پر درې بنسټیزو برخو راڅرخیږي؛ سیاسي تعامل، پر بشري حقونو څار او د بشري مرستو همغږي. په داسې حال کې، چې افغانستان له جدي اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي؛ اوسنيو شته واقعیتونو ته پر پاملرنه، تعامل یوازنی عملي غوراوی دی. بندیزونه په ټوله کې ځانګړي اشخاص پر نښه کوي؛ خو د نړیوالې پېژندنې نشتوالی د پانګونې او اوږدمهاله پراختیا مخه نیسي.
سیمهییزه همکاري په ځانګړي توګه له منځنۍ آسیا سره اړینه شوې؛ د سیمې هېوادونو د بشري لوژستیک، سوداګرۍ او بنسټیزو اړیکو په برخو کې خپل رول پراخ کړی او د ازبکستان ترمذ ښار د مرستو رسولو لپاره یو اړین مرکز ګرځېدلی دی.
په دې توګه د یو ګډ نړیوال چوکاټ رامنځته کېدا اوس هم ننګونکې ده؛ ځکه، چې د نړیوالو، سیمهییزو او افغان چارواکو ترمنځ بېلابېل لیدلوري شتون لري.
یوناما ټینګار کوي، چې د باور له نشتوالي سره – سره د خبرو اترو لارې خلاصې پاتې دي.
دغه راز د سیمهییز پرمختګ لپاره یو پراخ جوړښت هم مخ پر ښکارهکېدا دی. د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ملګرو ملتونو سیمهییز مرکز پر ۲۰۲۵ ز. کال په الماتا کې د انټونیو ګوټرش او قاسم-جومارت توکایوف پر ملاتړ پرانیستل شو، چې موخه یې په منځنۍ آسیا کې پر اوږدمهاله لومړیتوبونو تمرکز دی.
په ټولیزه توګه دا بدلونونه له افغانستان سره د تدریجي او منظم تعامل پر لوري د چلند بدلون پر ګوته کوي او ښیي، چې نور دا هېواد د ګواښونو سرچینه نه، بلکې د فرصتونو د ځای په توګه لیدل کیږي.