تازه خبرونه

له افغانستان څخه بهر په جهاد کې د اسلامي امارت د ځواکونو نه‌ګډون مثبت ګام دی – خلیلزاد

څو ورځې مخکې د اسلامي امارت یوه غړي په کابل کې د امنیتي ځواکونو د فراغت مراسمو ته د وینا پر مهال وویل چې: “د جهاد پر نیت بهر ته سفر کول جواز نلري او هر هغه څوک، چې د امیر له امر څخه سرغړونه کوي؛ د پایلو مسوول به یې وي.”

Published

on

په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د اسلامي امارت له دې اقدامه ستاینه وکړه، چې امنیتي ځواکونه به یې له هېواد څخه بهر په جهاد کې ګډون نه‌کوي.

څو ورځې مخکې د اسلامي امارت یوه غړي په کابل کې د امنیتي ځواکونو د فراغت مراسمو ته د وینا پر مهال وویل چې: “د جهاد پر نیت بهر ته سفر کول جواز نلري او هر هغه څوک، چې د امیر له امر څخه سرغړونه کوي؛ د پایلو مسوول به یې وي.”

د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي اوومه) زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې ولیکل: ” د طالبانو رهبر (د اسلامي امارت رهبر) یو واضح حکم صادر کړی، چې د طالبانو(اسلامي امارت) غړي د جهاد پر پلمه له افغانستان څخه بهر له وسلوالو ډلو سره د یوځای کیدو جواز نلري.”

دغو څرګندونو ته په نغوته(اشاره) کې خلیلزاد د اسلامي امارت دا اقدام یو مثبت یاد کړی دی.

یو شمېر کارپوهانو پدې باور دي، چې یو شمېر ډلې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي؛ د نورو هېوادونو له اتباعو څخه کار واخلي او د افغانستان جګړه ځپلي خلک، چې له کلونو راهیسې په جګړه او بې ثباتۍ کې ښکېل ول له سولې او ثبات بې برخې کړي.

د اسلامي امارت چارواکو پر ځلونو ویلي، چې د افغانستان خلکو د جګړې او بې ثباتۍ تریخ خوند لیدلی؛ نه غواړي، چې بل هېواد بې ثباته یا ناامنه شي. په ځانګړي توګه د افغانستان ګاونډیان؛ ځکه، چې هر ډول بې ثباتي هم په افغانستان منفي اغېزې لري. پاکستان د امنیتي ستونزو پر پلمه په میلیونونو افغان کډوال جبري خپل هېواده راایستلي دي.

Trending

Exit mobile version