تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بېړنیو ایستلو د امریکا اعتبار ته زیان رسولی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر ويلي؛ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د جوبایدن بېړنۍ پرېکړې د دغه هېواد د دوستانو او دښمنانو ترمنځ د امریکا اعتبار ته زیان رسولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پامپیو اعتراف وکړ، چې د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بېړني او له ګډوډۍ ډک وتل د دې لامل شول، چې د امریکا وقار او اعتبار ته زیان واوړي.

مایک پامپیو څرګندوي؛ د ملګرو او دښمنانو په سترګو کې د امریکا اعتبار ته زیان رسېدلی او د دغه هېواد دښمنان د پخوا په څير له امریکا نه وریږي.

د امریکا بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پامپیو وایي: ولسمشر ترمپ له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو لپاره کمپاین وکړ او د امریکا خلکو د دوی د وتلو غوښتنه وکړه؛ هغه لومړی ګامونه واخیستل او بایدن هم وویل، چې هغه به دا کار وکړي، خو مونږ باور درلود، چې بشپړ وتل به بد حالت راولي. د بایدن پرېکړه، چې زمونږ پوځي ماموریت یې پای ته ورساوه، د امریکايي پوځیانو مورال یې زیانمن کړ او د ملګرو او دښمنانو په منځ کې یې د امریکا باور ته زیان واړوه. اوس زموږ دښمنان له مونږ نه وېرېږي؛ د پوتین کړنې تر یوه بریده د بایدن د پرېکړې له کبله دي، چې له افغانستان څخه یې سرتېري وایستل.

مایک پامپیو، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر هم پاتې شوی وايي، هېواد یې پلان لاره، چې په افغانستان کې له درې څخه تر پېنځه کلونو په موده کې د سولې جامع تړون ته ورسيږي او دې کار په افغانستان کې د امریکا دیپلوماتیک حضور ته اړتیا لرله، چې په نا غوښتلې توګه دا پلان ناکام شو.

دی وايي، چې پخوانی افغان ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د امریکا د خبرو مخالف و او وېره یې لرله، چې امریکا به یې له واکه د لرې کولو غوښتنه وکړي.

پامپیو زیاتوي، امریکا هیڅکله له هغه څخه له واکه د وتلو غوښتنه نده کړې، بلکې غني په دوه یم پړاو ټاکنو کې رایې غلا کړې وې، چې په واک کې پاتې شي. هغه د افغانستان د خلکو له هیلو لرې له افغانستان څخه وتښتید او جمهوري نظام وپرځيد.

مایک پامپیوڅرګندوي: مونږ فکر کاوه، چې دا به یوه تاریخي لاسته راوړنه وي که مونږ په درې یا پېنځه کلونو کې د سولې تړون لاسلیک کړو.  مونږ هیله درلوده، چې په دې برخه کې به بریالي شو؛ خو دې کار په افغانستان کې د امریکا حضور ته اړتیا لرله. ولسمشر غني زمونږ او طالبانو ترمنځ د خبرو مخالف و او نه یې غوښتل، چې په دې خبرو کې ګډون وکړي. دا د افسوس ځای دی؛ ځکه تاسې ولیدل، چې په پای کې څه پېښ شول. د زیلینسکي پر ضد یې، چې د پاتې کیدو پرېکړه وکړه، غني په الوتکه کې سپور شو او آرام ژوند یې غوره کړ؛ خو افغان ولس یې په کړاو کې پريښود!

ځينې په دې باور دی، چې د دوحې د مذاکراتو په پایله کې د جمهوريت پرځيدو ته لار اواره شوه؛ خو اسلامي امارت وايي، چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شول؛ خو اصلي خبره دا وه، چې امریکا د اسلامي امارت د دوامداره مبارزې له امله ستړې شوه او بله لار یې نه درلوده پرته له دې، چې له افغانستان څخه خپلې پښې سپکې کړي. اسلامي امارت دا د خپل ځان او ملت لپاره ستره بریا ګڼي، چې امریکا یې له افغانستان څخه وایستله.

Trending

Exit mobile version