تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ملاتړ دوام لري-پتر کوک
د امریکا دفاع وزارت افغانستان یو خطرناک ځای بولي او وایي، اوس هم ډېرې داسې ننګونې شته، چې حل شوې نه دي.
په واشنګتن کې د آریانا نیوز خبریالې له پترکوک پوښتلي، چې د روسیې او طالبانو پر اړیکو څه و ایي.
د امریکا دفاع وزارت ویاند پترکوک په ډاګه کړې؛ زه دا روسانو ته پریږدم، چې ووایي ولې یې له طالبانو سره اړیکه نیولي او څرنګه دغه اړیکه د افغانستان خلکو ته رغنده ده.
جنرال نیکلسون او ډله یې، چې له افغان دولت او افغان ځواکونو سره له نږدې همکاري لري وایي: مونږ په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ماموریت لرو، چې د امریکا د خوندیتوب لپاره اړین دی.
دا مهال مونږ د افغانستان په اړه ښه احساس لرو؛ امریکا او ائتلاف له افغان ځواکونو ملاتړ کوي. زمونږ موخه داده، چې دغه ځواکونه د خپل هېواد ساتنې ته جوګه شي. مونږ په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې یو او دا هېواد اوس هم یو خطرناک ځای دی، چې ننګونې په کې شتون لري.
د امریکایي پوهنتون استاد ستیفن تانکل ویلي، چې پاکستان اوس هم له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
دی زیاتوي، په پاکستان کې ترهګرې ډلې د اسلام آباد او واشنګتن د اړیکو د پیاوړتیا د لارې خنډ دي.
د نوموړي په وینا؛ پاکستان له ۲۰۰۵ کال راهیسې د ترهګرو ډلو خلاف د مقابلې په لار کې هڅې کمې کړي دي، پاکستان نه یوازې حقاني شبکه او افغان طالبان ساتلي، بلکې د لشکر طیبه ډلې ملاتړ ته یې هم دوام ورکړی دی. د پاکستان قبایلي سیمو کې د ترهګرو ضد عملیات ممکن خپلو موخو ته نه وي رسیدلي او دا احتمال، چې ترهګرې ډلې به بیا ډګر ته راووځي، ډېر دی.
څو میاشتې وروسته په افغانستان کې د جګړې نوی موسم پیل کیږي، خو په امریکا کې به هغه مهال د چارو واګې له دونالد ترمپ سره وي او هغه به د دې هېواد په تړاو پرېکړه کوي.
خبریاله : نذیره عظیم کریمي