سیمه ییز خبرونه

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته فرصتونه بايد له لاسه ورنكړل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ناټو له امريكا او اورپايي هېوادونو څخه غواړي، چې افغانستان له  ۲۰۱۴ كال وروسته يوازې پرېنږدي.

له ترهگرۍ سره مبارزې به برخه كې د افغانستان د ملاتړو هېوادونو رول تل د افغان حكومت له خوا مهم بلل شوى دى، خو اوس دا پوښتنه را ولاړه شوې، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به د ناټو د غړو هېوادونو ملاتړى رول څه ډول وي؟

د ناټو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن وايي:

په داسې وخت كې، چې امريكا او اورپايي هېوادونه خپله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، نو له افغانستان سره به د مرستو كموالى په دغه هېواد كې د داسې لويو نا امنيو لامل شي، چې جبران به يې د ناټو د غړو هېوادونو له خوا ناشونې وي.

نوموړى زياتوي، مونږ بايد هغه پرمختگونه، چې په افغانستان كې مو د عملياتو له لارې تر لاسه كړي دي وساتو او د اقتصادي ستونزو سربېره د مرستو بندول به سم انتخاب نه وي، ځكه چې نا امنۍ دې ته انتظار نه كوي تر څو مونږ خپلې مالي ستونزې هوارې كړو.

ناټو په داسې حال كې دغه اندېښنې څرگندوي، چې افغانستان له امريكا سره د امنيتي سند پر سره خبرې اترې كوي تر څو امريكا يو ځل بيا د افغانستان ملاتړى هېواد شي او افغانستان له ترهگرۍ سره په جگړه كې يوازې پاته نه شي.

په همدې حال كې د ناټو سرمنشي ټينگار كوي، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته فرصتونه بايد له لاسه ورنكړل شي.

كله، چې له افغانستان څخه د ناټو د جنگي ځواكونو د وتلو لپاره تېارى نيول كېږي، نو په افغانستان كې د ناټو د لويو عملياتو پاى ته رسېدل مونږ ته لوى فرصتونه هم راكوي، چې خپلې وړتياوې پياوړې كړو او  له نويو جيوپوليتيكو حقيقتونو سره يې  برابرې كړو تر څو خپلو لومړيتوبونو او خپلو ژمنو ته توازن ور په برخه كړو.

دا په داسې حال كې ده، چې د ناټو غړو هېوادونو په ليزبن كې ژمنه كړې وه تر څو له ۲۰۱۴ كال وروسته به د افغان ځواكونو ملاتړ كوي او هغوى به تجهيز كوي.

Trending

Exit mobile version