تازه خبرونه
له افغانستان څخه د حقآبې یوه برخه هېواد ته د لېږدېدا په حال کې ده – ایران
ایراني رسنیو د چارشنبې په ورځ (د غبرګولي یوویشتمه) راپور ورکړ، چې میرمن مهاجراني د دولت پلاوي په څنډه کې ویلي، چې هېواد ته د حقآبې یوه برخه د افغانستان له هیرمند سیند څخه د لېږدېدا په حال کې ده او د بهېدا د روان ساتلو لپاره هم هڅې روانې دي.
د ایران حکومت ویانده فاطمه مهاجراني ويلي، چې د افغانستان له هیرمند سیند څخه هېواد ته د حقآبې یوه برخه د لېږدېدا په حال کې ده.
ایراني رسنیو د چارشنبې په ورځ (د غبرګولي یوویشتمه) راپور ورکړ، چې میرمن مهاجراني د دولت پلاوي په څنډه کې ویلي، چې هېواد ته د حقآبې یوه برخه د افغانستان له هیرمند سیند څخه د لېږدېدا په حال کې ده او د بهېدا د روان ساتلو لپاره هم هڅې روانې دي.
مهاجراني ویلي، چې د هیرمند د حقآبې مسله یوه پخوانۍ مسله ده او هېواد یې د حل لپاره ډیپلوماټیکه لار کاروي.
د دې مسلې چاپېریالي اغېزو ته په نغوته(اشاره) کې ټینګار شوی، چې: “مونږ هیله لرو، چې د زیاتې همکارۍ او پرلهپسې هڅې د چاپېریال اړوند اندېښنې هم په لنډ او ممکنه وخت کې حل شي.”
په هر حال اسلامي امارت د ایراني چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.
څه وخت مخکې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په “تهران خبرو فورم” کې د وینا پر مهال ویلي وه، چې د هیرمند حقآبه د اسلامي امارت “اسلامي او دیني مسوولیت” دی او کله، چې وچکالي نه وي؛ څه اوبه، چې وي د ایران لوري ته به بهیږي.
امیر خان متقي ویلي؛ هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي، چې اوبه ضایع نشي او ایران ته پوره ورسیږي.
د یادونې ده، چې ایران تل له اسلامي امارت څخه غوښتي؛ د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د هیرمند د اوبو تړون مکلفیتونه په پام کې ونیسي.
