تازه خبرونه
له افغان حکومت سره عملي تعامل د رسمیت پېژندنې معنا نهلري – اروپايي ټولنه
د اروپايي کمیسیون ویاند مارکس لامرټ ویلي، چې د اروپايي ټولنې شورا د ټاکل شوي ماموریت له مخې، په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره خپلې عملي اړیکې ساتلې دي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د دې ټولنې تعامل یوازې عملي بڼه لري او هیڅکله د سیاسي رسمیت پېژندنې معنا نهلري.
د اروپايي کمیسیون ویاند مارکس لامرټ ویلي، چې د اروپايي ټولنې شورا د ټاکل شوي ماموریت له مخې، په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره خپلې عملي اړیکې ساتلې دي.
هغه ټینګار کړی: « دا هیڅکله د رسمیت پېژندنې معنا نهلري.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې حضور د اړیکو د آسانتیا، د وضعیت د څارنې، د غړو هېوادونو د ملاتړ او له افغانانو سره د مرستو د دوام لپاره په پام کې نیول شوی دی.
مارکس لامرټ زیاته کړې؛ دا ډول عملي تعامل نوې موضوع نهده، بلکې د ۲۰۲۱ ز.کال د اروپايي شورا د پرېکړو او د ۲۰۲۳ ز.کال په مارچ کې د هغو د بیا تائید له مخې روان دی.
هغه همداراز ویلي، چې همدا تګلاره اوس هم له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د تعامل بنسټ جوړوي؛ هغه تعامل، چې پر بشري مرستو او عملي همکاریو راڅرخي، نه پر سیاسي رسمیت پېژندنې.
پرمختګ او بشپړتیا
په هلمند ولایت کې درې روغتیایي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د عامې روغتیا ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ریاست رییس نقیب الله فاتح ویلي؛ د دغو روغتیایي ودانیو د جوړولو چارې د دې ریاست د انجنیري ډلې او د فیضي بلډرز ساختماني شرکت له لوري معیاري ترسره شوي او له بشپړېدا وروسته اړوندو روغتیایي مسوولانو ته د کارونې لپاره سپارل شوې دي.
د هلمند ولایت په بغني او باغران ولسوالیو کې درې بابه نوې روغتیایي ودانۍ د له بشپړېدا وروسته رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د عامې روغتیا ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ریاست رییس نقیب الله فاتح ویلي؛ د دغو روغتیایي ودانیو د جوړولو چارې د دې ریاست د انجنیري ډلې او د فیضي بلډرز ساختماني شرکت له لوري معیاري ترسره شوي او له بشپړېدا وروسته اړوندو روغتیایي مسوولانو ته د کارونې لپاره سپارل شوې دي.
نقیب الله فاتح زیاته کړې؛ د یادو روغتیایي مرکزونو له فعالېدا سره به د بغني او باغران ولسوالیو اوسېدونکو ته د لومړنیو او اساسي روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو زمینه نوره هم پراخه او د لرې سیمو خلکو ته به د درملنې آسانتیاوې برابرې شي.
ویل کیږي، چې دا ودانۍ د (IOM) مؤسسې پر مالي ملاتړ د شاوخوا ۲۵ میلیون افغانیو پر لګښت جوړې شوې دي.
تازه خبرونه
تورخم ته نږدې د جراحي وسایلو، درملو او د سبو تخمونو د قاچاق مخه ونیول شوه
د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه محموله د مهمندرې ولسوالۍ په اړوند سیمو او تورخم ښارګوټي ته نږدې د دوهیمې سرحدي لوا د درېیم کنډک ځواکونو د کشفي راپورونو او استخباراتي ضد فعالیتونو پر بنسټ کشف او ضبط کړې ده.
په ننګرهار ولایت کې سرحدي ځواکونو تورخم ښارګوټي ته نږدې د سلګونو جراحي وسایلو، طبي درملو او د سبو تخمونو د قاچاق له مخنیوي خبر ورکړی دی.
د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه محموله د مهمندرې ولسوالۍ په اړوند سیمو او تورخم ښارګوټي ته نږدې د دوهیمې سرحدي لوا د درېیم کنډک ځواکونو د کشفي راپورونو او استخباراتي ضد فعالیتونو پر بنسټ کشف او ضبط کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې: په دې توکو کې سلګونه جراحي وسایل، بېلابېل درمل او د سبو تخمونه شته، چې له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدل؛ خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي توکي به ډېر ژر اړوند قانوني ادارو ته وسپارل شي.
تازه خبرونه
په هېواد کې د قتل ۱۱۲۱ دوسیې حل او فصل شوي – ستره محکمه
د سترې محکمې ویاند منصور احمد حمزه ویلي، چې دا دوسیې د اړوند محکمو د مسوولانو د هڅو او د علماوو، قومي مشرانو او محلي مخورو پر منځګړیتوب پای ته رسېدلي او د دواړو لوریو ترمنځ اختلافات د همغ/ۍ او روغې جوړې له لارې حل شوي دي.
د افغانستان سترې محکمې ویلي، چې د ۱۴۴۷ سپوږمیر لېږدیز کال له پیله تر درېیمې ربعې پورې د ټول هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۱۲۱ د قتل قضیې د سولې، روغې جوړې او د دیت (خونبها) د ورکړې له لارې حل او فصل شوې دي.
د سترې محکمې ویاند منصور احمد حمزه ویلي، چې دا دوسیې د اړوند محکمو د مسوولانو د هڅو او د علماوو، قومي مشرانو او محلي مخورو پر منځګړیتوب پای ته رسېدلي او د دواړو لوریو ترمنځ اختلافات د همغ/ۍ او روغې جوړې له لارې حل شوي دي.
هغه زیاته کړې؛ محاکم هڅه کوي د هېواد پر کچه جزایي شخړې او دعوې تر ډېره د سولې او روغې جوړې له لارې حل کړي، چې د شخړو او ټولنیزو ترینګلتیاوو مخه ونیول شي.
دغه راز وایي، چې په تېرو کلونو کې د درې ګونو محکمو له پرېکړو او د اسلامي امارت د عالي مقام له اجازې وروسته د قتل پر جرم ۱۲ محکومینو ته د قصاص حکم هم عملي شوی دی.
ویل کیږي: په هغو قضیو کې، چې د قتل په اړه شرعي شک موجود وي؛ د قصاص حکم ساقطېږي او موضوع د دیت یا د دواړو لوریو ترمنځ سولې ته راجع کېږي.
-
تازه خبرونه2 days agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
نړۍ3 days agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه3 days agoپه انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
-
سوداگري2 days agoآریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې
-
سوداگري3 days agoافغان – ازبک سوداګرو ۱۳ سوداګریزهوکړه لیکونه لاسلیک کړل
-
څار3 days agoڅار: له نړۍ سره د افغانستان اړیکې
-
تازه خبرونه1 day agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
