تازه خبرونه

له افغان حکومت سره عملي تعامل د رسمیت پېژندنې معنا نه‌لري – اروپايي ټولنه

د اروپايي کمیسیون ویاند مارکس لامرټ ویلي، چې د اروپايي ټولنې شورا د ټاکل شوي ماموریت له مخې، په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره خپلې عملي اړیکې ساتلې دي.

Published

on

اروپايي ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د دې ټولنې تعامل یوازې عملي بڼه لري او هیڅکله د سیاسي رسمیت پېژندنې معنا نهلري.

د اروپايي کمیسیون ویاند مارکس لامرټ ویلي، چې د اروپايي ټولنې شورا د ټاکل شوي ماموریت له مخې، په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره خپلې عملي اړیکې ساتلې دي.

هغه ټینګار کړی: « دا هیڅکله د رسمیت پېژندنې معنا نه‌لري.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې حضور د اړیکو د آسانتیا، د وضعیت د څارنې، د غړو هېوادونو د ملاتړ او له افغانانو سره د مرستو د دوام لپاره په پام کې نیول شوی دی.

مارکس لامرټ زیاته کړې؛ دا ډول عملي تعامل نوې موضوع نه‌ده، بلکې د ۲۰۲۱ ز.کال د اروپايي شورا د پرېکړو او د ۲۰۲۳ ز.کال په مارچ کې د هغو د بیا تائید له مخې روان دی.

هغه همداراز ویلي، چې همدا تګلاره اوس هم له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د تعامل بنسټ جوړوي؛ هغه تعامل، چې پر بشري مرستو او عملي همکاریو راڅرخي، نه پر سیاسي رسمیت پېژندنې.

Trending

Exit mobile version