تازه خبرونه

له امریکا څخه ایستل شوي افغانان به له خطر سره مخ نشي – اسلامي امارت

دغه راز د مولوي عبدالکبیر په دې پیغام کې، چې راستنیدونکو ته د هند د مرستو د وېش په مراسمو کې ولوستل شو راغلي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایط ښه شوي او د هیچا ژوند په خطر کې ندی.

Published

on

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارسمبالي په هغه پیغام کې، چې ریاست الوزرا د دفتر د چارو د تنظیم د رییس ذاکرالله ذاکر  لخوا ولوستل شو په امریکا کې د افغان کډوالو د موقت محافظت حیثیت لغوه کولو ته په نغوته(اشاره) کې ډاډ ورکړی، چې که دا کډوال هېواد ته راستانه شي؛ نو له خطر سره به مخ نشي.

دغه راز د مولوي عبدالکبیر په دې پیغام کې، چې راستنیدونکو ته د هند د مرستو د وېش په مراسمو کې ولوستل شو راغلي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایط ښه شوي او د هیچا ژوند په خطر کې ندی.

په لوستل شوي پیغام کې راغلي: “تاسې شاید اوریدلي وي، چې امریکا شاوخوا ۱۴ زره افغان کډوال له خپل هېواده شړي. دا ټول افغانان او زمونږ وروڼه دي. پر ورین تندي له هغو هرکلی کوو. دوی دې پخیر راشي. په افغانستان کې د کار او ژوند لپاره غوره شرایط رامنځته شوي. د هر چا ژوند او مال خوندي دی. د هیچا لپاره خطر نشته. د عمومي بخښنې په نظر کې نیولو سره له هیڅوک د پخوانۍ دندې پر دلیل نه پوښتل کیږي.”

د دې وزارت د پیغام له مخې؛ د هند مرستې د ۵ زره راستنېدونکو او مستحقو اشخاصو لپاره تر وېش لاندې دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ راستنېدونکي اوسمهال مرستې ته اړتیا لري او دوی له هغو هېوادونو څخه مننه کوي، چې مرسته کوي.

دغه راز د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال کلیم الرحمن فاني ویلي: “هغه کسان، چې له بهر څخه هېواد ته راستنیږي دردېدلي او مستحق کسان دي. “مونږ غواړو له هر هغه چا څخه مننه وکړو، چې پدې برخه کې زمونږ سره مرسته کوي.”

د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریییس عبدالرحمن حبیب‌زي د مرستو د شفاف وېش ډاډ څرګند کړی او وایي، چې دا ریاست هڅه کوي د بېلابېلو مرستندویو ادارو مرستې منسجمې او مستحقو کورنیو ته ورسوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د راستنیدونکو لپاره به په ۳۱ ولایتونو کې ۵۸ ښارګوټي جوړ شي.

 ویل کیږي، چې د هند لخوا برابرې شوي دا مرستې ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي لري.

Trending

Exit mobile version