نړۍ
له ایران سره د امریکا تړون باید اټومي بنسټونه له منځه یوسي – بنیامین نتانیاهو
نتنیاهو د «امریکايي یهودي سترو بنسټونو د مشرانو کلني کنفرانس» ته د وینا پر مهال ویلي؛ اسرائیل اوس هم اړتیا لري، چې په غزه کې «کار بشپړ کړي» او ټول تونلونه له منځه یوسي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې شپږویشتمه ) ویلي: تېره اوونۍ یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړي او ورته یې ویلي، چې له ایران سره د امریکا هر راز تړون باید د ایران د اټومي بنسټونو بشپړ له منځه وړل راونغاړي؛ نه دا، چې یوازې د یورانیمو د بډاینې بهیر ودروي.
نتنیاهو د «امریکايي یهودي سترو بنسټونو د مشرانو کلني کنفرانس» ته د وینا پر مهال ویلي؛ اسرائیل اوس هم اړتیا لري، چې په غزه کې «کار بشپړ کړي» او ټول تونلونه له منځه یوسي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسرائیل تر اوسه د اټکل شویو ۵۰۰ کیلومټرو تونلونو څخه ۱۵۰ کیلومټره ویجاړ کړي دي.
ټاکل شوې، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دوهیم پړاو د روانې اوونۍ د سېشنبې پر ورځ ترسره شي.
د راپورونو له مخې؛ یوه ایراني ډیپلومات ویلي؛ ایران له امریکا سره داسې اټومي تړون غواړي، چې دواړو لوریو ته اقتصادي ګټې ورسوي.
نتانیاهو ویلي؛ هغه پر یوه احتمالي تړون شکمن دی؛ خو ټینګار یې وکړ: هر راز تړون باید دا تضمین کړي، چې بډایه شوی مواد له ایران څخه ووځي.
هغه څرګنده کړې: «هیڅ راز د بډاینې وړتیا باید پاتې نشي. یعنې نه یوازې د بډاینې بهیر درول، بلکې هغه وسایل او بنسټونه هم باید له منځه ولاړ شي، چې په اصل کې د بډاینې امکان برابروي.»
ایران او امریکا د روانې میاشتې په پیل کې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د څو لسیزو شخړې د حل او د نوي پوځي ټکر د مخنیوي لپاره خبرې بیا پیل کړې دي.
امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې امریکا سیمې ته دوهیمه الوتکهوړونکې بېړۍ استولې او که خبرې بریالۍ نشي؛ د اوږدمهاله پوځي کمپاین احتمال ته هم چمتووالی نیسي.
نتانیاهو دا هم ویلي، چې غواړي په راتلونکو لس کلونو کې له اسرائیلو سره د امریکا پوځي مرستې پای ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده؛ اوسنۍ لس کلنه هوکړه، چې له مخې یې اسرائیل هر کال ۳.۸ میلیارډ ډالر ترلاسه کوي او ډېره برخه یې په امریکا کې پر تجهیزاتو لګېږي؛ په ۲۰۲۸ ز.کال کې پای ته رسېږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: د پیاوړي اقتصاد له کبله« مونږ کولی شو هغه مالي برخه، چې د پوځي مرستو په توګه ترلاسه کوو؛ په تدریجي توګه پای ته ورسوو او زه وړاندیز کوم، چې په لس کلونو کې دا صفر ته راټیټه شي. اوسني درې پاتې کلونه د هوکړهلیک تر چتر لاندې او بیا اووه نور کلونه، چې په بشپړه توګه صفر ته راکښته شي.»
هغه زیاته کړې: «مونږ غواړو له امریکا سره له مرستو څخه د شراکت لوري ته ولاړ شو.»