Connect with us

سیمه ییز خبرونه

له برید درولو وروسته ایران له امریکا سره پر لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه

دا هوکړه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروټ‌پاڼه کې ولیکل؛ که تهران د هرمز تنګي بېرته پرانېستلو ته چمتو شي؛ واشنګټن به پر ایراني ودانیزو بنسټونو خپل له ګواښه ډک بریدونه وځنډوي.

خپور شوی

د

ایران له امریکا سره د دوه اوونیو لپاره پر اوربند هوکړه کړې، چې موخه یې د کړکېچ کمول او په سیمه کې د تاوتریخوالي د پراخېدا مخنیوی دی.

دا هوکړه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروټ‌پاڼه کې ولیکل؛ که تهران د هرمز تنګي بېرته پرانېستلو ته چمتو شي؛ واشنګټن به پر ایراني ودانیزو بنسټونو خپل له ګواښه ډک بریدونه وځنډوي.

ټرمپ څرګنده کړې: «ما منلې، چې د دوه اوونیو لپاره بریدونه وځنډوم؛ په‌دې شرط، چې ایران هرمز تنګی بېرته پرانیزي.»

هغه له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې « نن شپه به یو تمدن له منځه ولاړ شي.»

دا لنډمهالی د دوه اوونیو اوربند د پاکستان پر منځګړیتوب رامنځته شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تائید کړې، چې اوربند به سمدستي نافذ شي او دا چاره به پراخو ډیپلوماټیکو پرمختګونو ته هیلې راوپاروي.

د ایران ملي امنیت عالي شورا هم تائید کړې؛ تهران د اوربند وړاندیز منلی، چې له څو اوونیو کړکېچ وروسته د تاوتریخوالي د کمولو پر لوري د تګ یوه نښه ده.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د هېواد وسله‌وال ځواکونه به په دوه اوونیو کې د هرمز له تنګي د خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي؛ خو په‌دې شرط، چې پر ایران بریدونه ودرول شي.

نوموړی وایي: « که تېری ودرېږي؛ زمونږ ځواکونه به د خوندي تګ راتګ ډاډ ورکړي.»

هغه د هرمز تنګي ته په نغوته( اشاره) کې ویلي؛ د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه تېل ترې لېږدول کېږي.

ایران یاد تنګی له امریکا سره د کړکېچ په غبرګون کې تړلی و، چې ورسره پر نړۍ‌واله کچه د انرژۍ د وړاندې کولو او سمندري امنیت اندېښنې هم راوپارېدلې. د دې لارې بیا پرانېستل؛ که څه هم لنډمهاله تمه ده، خو پر نړۍ‌والو بازارونو به فشار راکم او د پراخې اقتصادي ګډوډۍ مخه ونیسي.

یاد کړکېچ، چې د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې مخ پر پراخېدو شو؛ په منځني ختیځ کې یې پرله‌پسې بریدونه او زیاتېدونکی تاوتریخوالی رامنځته کړ. که څه هم اوربند د جګړې د درېدا اړین پړاو ګڼل کېږي؛ خو مهمې ستونزې( بندیزونه، سیمه‌ییز امنیتي ترتیبات او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو شتون) اوس هم حل شوې نه‌ دي.

ټاکل شوې، چې په راتلونکو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې پیل شي او پاکستان به د آسانتیاوو برابرونکي رول ولوبوي.

شنونکي څرګندوي؛ دا خبرې به پرېکړه کوونکې وي او دا پوښتنه راپورته کوي، چې آیا دا لنډمهالی اوربند به پر اوږدمهاله هوکړه بدل شي که نه؟!

سره له دې پرمختګه څارونکي خبرداری ورکوي، چې وضعیت اوس هم نازک دی او هر ډول نوی تاوتریخوالی کولی شي ترلاسه شوې لاسته راوړنې چټکې له منځه یوسي.

له دې مخکې امریکایي خبري رسنۍ آکسیوس راپور ورکړی و، چې ایران، امریکا او یو شمېر سیمه‌ییز منځګړي(پاکستان، مصر او سعودي عربستان ) د ۴۵ ورځني اوربند لپاره پر یوې داسې طرحې بحث کوي، چې که اوربند ومنل شي؛ نو د جګړې پای به ورسره ډاډمن شي.

سیمه ییز خبرونه

د قطر لومړی وزیر د منځګړیتوب او کړکېچ د کمولو لپاره تهران ته سفر کوي

قطر له دې مخکې هم د ښکېلو لوریو ترمنځ د منځګړي رول لوبولی او د جون د اوربند په رامنځته کېدا کې یې ونډه لرله.

Published

on

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني به د پنجشنبې پر ورځ تهران ته سفر وکړي، چې د ډیپلوماسۍ د بیا پیل او د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ کمولو هڅې له نږدې وڅاري.

قطر له دې مخکې هم د ښکېلو لوریو ترمنځ د منځګړي رول لوبولی او د جون د اوربند په رامنځته کېدا کې یې ونډه لرله.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې د قطر لومړی وزیر به په خپل سفر کې له ایراني چارواکو سره د قطر د منځګړیتوب د هڅو د دوام او په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ آزادي او د فبرورۍ له اته‌ویشتمې مخکې وضعیت ته بېرته ستنېدل به هم د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی او اوس هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو ګڼل کېږي. د رویټرز د راپور له مخې، د دې اوبلارې د کنټرول او له هغې څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو د څرنګوالي په اړه د ایران او عمان خبرې هم روانې دي؛ خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د اسلام‌آباد په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شول

د راپور له مخې؛ د اورلګېدنې پر مهال د روغتون د ښځینه ناروغیو په څانګه کې ۱۶ نوي زېږېدلي ماشومان ول، چې یو ماشوم ترې ژغورل شوی دی.

Published

on

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌آباد په یوه دولتي روغتون کې د هوا سړولو سیسټم د تخنیکي ستونزې له کبله د اورلګېدنې په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.

د جیو ټلویزیون د راپور له مخې؛ اور د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ«پمز» په روغتون کې لګېدلی او د اور وژنې چارې اوس هم روانې دي.

د راپور له مخې؛ د اورلګېدنې پر مهال د روغتون د ښځینه ناروغیو په څانګه کې ۱۶ نوي زېږېدلي ماشومان ول، چې یو ماشوم ترې ژغورل شوی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران د امریکا نوي بندیزونه«د بې‌وسۍ نښه» بللې

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، له پوځي عملیاتو وروسته د امریکا له لوري د نویو بندیزونو لګولو ته مخه کول ښيي، چې امریکايي مشران «بې‌وسه» شوي دي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر د تهران پر وړاندې د امریکا د نویو بندیزونو د لګولو ګواښ د واشنګټن د «بې‌وسۍ» نښه بللې او ټینګار یې کړی، چې دغه کړنې به هم کومه پایله ونهلري.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، له پوځي عملیاتو وروسته د امریکا له لوري د نویو بندیزونو لګولو ته مخه کول ښيي، چې امریکايي مشران «بې‌وسه» شوي دي.

دا څرګندونې داسې په داسې وخت کې راپورته کېږي، چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ګواښ کړی، چې واشنګټن ښايي پر ایران« تر ټولو سخت تاریخي بندیزونه» ولګوي.

عراقچي ویلي:« دا، چې هغوی له پوځي عملیاتو څخه بېرته د تېر په څېر تکراري طرحو ته مخه کړې؛ ښيي، چې بې‌وسه شوي دي.»

هغه زیاته کړې، امریکا باید د «عادلانه او له عزته ډکې» حللارې د موندلو لپاره له ایران سره له درناوي ډکې خبرې وکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې تهران له فشارونو او پوځي اقداماتو نه وېرېږي او پر وینا یې امریکا پر بندیزونو، کلابندیو او نورو کړنو تر اوسه نه‌ده توانېدلې، چې ایران تسلیمېدا ته اړ کړي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیاوې په داسې حال کې روانې ساتل شوي، چې د دواړو لوریو له جګړو نږدې شپږ میاشتې تېرې شوي او نښتو د ایران اقتصاد او بنسټیزو جوړښتونو ته درانده زیانونه اړولي دي.

ایران اوس هم له پراخو نړیوالو محدودیتونو سره مخ دی او په هرمز تنګي کې د ترینګلتیاوو دوام د تېلو د لېږد د امنیت او په نړیوالو بازارونو کې د انرژۍ د بیو د لوړېدا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

دغه راز ایران ویلي، چې د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر به د دوشنبې پر ورځ تهران ته سفر وکړي. ایراني چارواکو ویلي، چې دغه سفر په سیمه کې د سولې او امنیت د بېرته ټینګښت لپاره د هڅو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ترینګلتیاوو د کمولو او منځګړیتوب لپاره هڅې کړې دي او تمه ده، چې وروستي بدلونونه پر ایران د نویو بندیزونو د لګولو په اړه د امریکا ګواښ به تهران ته د عاصم منیر په خبرو کې مطرح شي.

سره له دې، چې ایراني چارواکو سخت دریځ څرګند کړی؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې ډیپلوماټیکې حل‌لارې موندلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!