سیمه ییز خبرونه
له بگرام زندان څخه د غزني ولايت شپاړس بنديان خوشې شول
له بگرام زندان څخه د بنديانو د خوشي كېدو په دوام له دغه زندان څخه د غزني ولايت شپاړس بنديان خوشي شول.
ويل كېږي دا كسان د بهرنيو ځواكونو له خوا د شپې پر مهال د عملياتو په ترڅ كې نيول شوي وو او كلونه يې په دغه زندان كې تېر كړي.
له خوشې شويو كسانو يو كس، چې نو ى را خوشې شوى دى جان محمد نومېږي ادعا لري، چې له يوې خوا بې گناه نيول شوى و او له بلې خوا د بگرام زندان چارواكو ور سره بد چلند كاوه.
بل خوا د غزني والي محمد موسی اکبر زاده وايي:
د مجرمينو په نيولو او خوشي كولو كې تحقيقات نه تر سره كېږي، مجرم او بي گناه يو ځاى نيول كېږي او چې خوشي كېږي هم همدا ډول.
بل خوا د بگرام د لومړۍ لوا قوماندان جنرال شهاب الدين وايي:
افغان ځواكونو ته د بگرام د زندان د مسئوليت له سپارلو وروسته هېڅ وخت له زندانيانو سره بد چلند نه دى شوى.
نوموړى همدا راز زياتوي، تر اوسه له دغه زندان څخه شپږ سوه بنديان خوشې شوي دي او تر راتلونكې يوې مياشتي پورې به شپږ سوه نور هم خوشې شي.