تازه خبرونه

له ترکمنستان څخه هرات ته د وارداتي برښنا مزي د غزولو کار پیل شو

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۲

له ترکمنستان څخه هرات ته د وارداتي برښنا د غزولو پروژه د دې هېواد پر همکارۍ د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د څه باندې درې نیم میلیون دالرو پر لګښت پرمخ یووړل شي.

د هېواد د انرژۍ او اوبو وزارت ویلي، چې چارې به یې د نور الجهاد د برښنا بند له جوړېدو سره به یې د برښنا کیفیت او کچه دواړه ورسره غښتلې او زیاته شي.

د هرات برښنا ریاست چارواکو ويلي، د نورالجهاد د برښنا بند له جوړېدو سره به د برښنا وړتیا له ۷۰ میګاوات څخه ۱۱۰  ته لوړه شي.

د دغه ترانسفرمر له جوړېدو سره به د هرات د برښنا ستونزه تر یوه حده حل شي.

په هرات کې د برښنا د وېش یوه ستره کارخونه شته، چې د ترکمنستان وارداتي انرژي جذبوي؛ خو اوس دغه کارخونه پراخه کیږي، چې ورسره به په دې شبکه کې ډېره برښنا راجذبه شي.

د دې پروژې کار د ترکمنستان د حکومت په همکارۍ پیل شوی او لګښت یې افغانستان پرې کوي.

د هرات  برښنا رییس وايي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د برښنا کیفیت ښه شي او د برښنا کچه به له ۷۰ میګاوات څخه ۱۱۰ هغه ته لوړه شي.

په هرات کې دننه د برښنا د وېش شبکې له کلونو راپدیخوا د وارداتي برښنا د بشپړ جذبولو لپاره دومره وړتیا نه‌درلوده. په داسې حال کې، چې ترکمنستان د صادراتو لپاره کافي انرژي لري؛ خو اوس د دې پروژې له پرانیستې سره به دا ستونزه اواره شي.

د ترکمنستان پلاوی وايي، چې دغه پروژه به په شپږ میاشتو کې بشپړه شي، چې له درې میلیونو دالرو څخه ډېر لګښت پرې راځي.

د ترکمنستان د انرژۍ وزارت استازی یونس بلیمن وايي: پر دې پروژه څه باندې درې میلیون دالر لګښت راځي؛ خو د دې تر څنګ د دې پروژې د بیې او پولي ارزښت د مسلې په اړه مونږ هڅه کوو، چې کار پیل کړو، پر غوره کیفیت یې ترسره او پر ټاکلي وخت یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارو.

دغه راز هغه پېرېدونکي، چې له ایران څخه وارداتي برښنا کاروي؛ د برښنا له نشتوالي شکایت کوي.

د هرات برښنا رياست مسوولين وايي، چې دوى تل په سوړ او تود  موسم کې د برښنا له کمښت سره مخ وي؛ ځکه، چې په دې وروستيو کې له ايرانه وارداتي برښنا کمه شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

اوس مهال ۱۶۰ میګاواته برښنا د ایران او ترکمنستان له دوه هېوادونو هرات ته داخلېږي؛ خو دغه کچه به هیڅکله د خلکو اړتیاوې پوره نه‌کړي.

Trending

Exit mobile version