تازه خبرونه
له خلکو او عالمانو مننه، چې د اسلامي امارت اطاعت یې کړی او کوي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شیخ هبةالله آخوندزاده د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ علماء په شرعي چارو کې د امت مشران او لارښوونکي دي.
د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د کندهار ولایت د ولسوالیو له عالمانو سره په یوه غونډه کې د هېواد له «علماوو او خلکو» څخه مننه کړې، چې د اسلامي امارت اطاعت یې کړی او کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شیخ هبةالله آخوندزاده د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ علماء په شرعي چارو کې د امت مشران او لارښوونکي دي.
دغه راز ټینګار شوی، چې ټول امت او امیران اړ دي، چې په شرعي احکامو کې د عالمانو اطاعت وکړي، له هغو څخه لارښوونه واخلي او ورسره مشوره وکړي.
شیخ هبةالله آخوندزاده وایي: « خلک اتحاد ته وهڅوئ، له یو بل څخه اطاعت وکړئ او په خپلو کې مشورې وکړئ. نظام ستاسو پر لاس جوړېږي او ستاسو پر لاس زیانمنېږي هم. که تاسې هوښیار وئ؛ دا نظام به ټینګ پاتې شي. هڅه وکړئ، چې جاهلي دودونه له منځه یوسئ، غفلت مه کوئ، مسؤلین باید شپه او ورځ خپلو مسؤلیتونو ته متوجه وي او وخت په بېځایه چارو مه ضایع کوئ. د دنیا مقام او رتبې ته طمع مه کوئ. ستاسو ګټه په اطاعت کې ده؛ په اطاعت باندې پر چا منت مه ږدئ. د خلکو ترمنځ د اطاعت روحیه پیاوړې کړئ؛ ځکه پر اطاعت اتحاد رامنځته کېږي او ستاسو جماعت پیاوړی کېږي.»
هغه څرګنده کړې: « د اسلام دین او شرعي احکام د علماوو له لوري ساتل شوي او وبه ساتل شي. په هر وخت کې د دین او اسلام د کمزوري کولو هڅې شوې دي او د شرعي احکامو د تحریف کوښښونه شوي دي او اوس هم روان دي، چې خلک له اصلي لارې واړول شي؛ خو علماوو د شرعي احکامو له تحریف، بدلون او تبدیل څخه مخنیوی کړی، په بېلابېلو وختونو کې یې کتابونه او رسالې لیکلي او د خلکو افکار یې روښانه کړي دي.»
شیخ آخوندزاده ویلي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم هم له ورته کړنو سره مقابله کوله او د اسلام دفاع یې کوله.
نوموړي ویلي: «الله تعالی پر علماوو دروند مسؤلیت ایښی دی. که علماء کلک عزم ولري، تر ډېره به منکرات له ټولنې څخه لرې شي. که پر منبرونو او په داسې غونډو کې د منکراتو ناوړه پایلې خلکو ته بیان شي او شرعي احکام ورته تشریح شي، ډېر خلک به اصلاح شي؛ ځکه د افغانستان خلک مؤمن او مسلمانان دي، دوی د اسلام په دفاع کې شهادتونه ورکړي، ټپونه یې خوړلي، زندانونه یې تېر کړي او ډول ډول کړاوونه یې ګاللي دي. دا د علماوو مسؤلیت دی، چې له فتنو مخنیوی وکړي، د خلکو ذهنونه او اخلاق اصلاح کړي او د فساد مخه ونیسي.
د اسلامي امارت رهبر دا ټینګار هم وکړ: « د اسلامي نظام بقا، بریا او ساتنه په دیني علم پورې تړلې ده او د اسلامي نظام له مهمو مسؤلیتونو څخه یو هم د دیني علم وده او ترویج دی، چې دیني علم پراخ شي او خلک د دین، اسلام او شریعت په اړه پوهاوی ترلاسه کړي؛ نو، ځکه علماء باید دیني علم خلکو ته ورسوي.»
ویل کیږي، چې د وینا په پای کې؛ ټولو علماوو یو ځل بیا د اسلامي امارت له رهبر سره خپل بیعت او ژمنتیا نوې کړه او ژمنه یې وکړه، چې د خپلې رهبرۍ او شرعي نظام کلک ملاتړي به پاتې کېږي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.
د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.
ټاکل شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو استازي، د نړیوالو ټولنو استازي، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې څانګوال(متخصصان) او د خصوصي سکټور استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.
په غونډه کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټلي حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي بېخبناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د تجربو او لاسته راوړنو او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي.
همدارنګه، ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوند ادارو سره دوهاړخیزې لیدنې ولري او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه نن(پنجشنبه) په مسکو ښار کې پیلیږي او درې ورځې به روانه وي.
#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #ډیجیټليټکنالوژي #مخابرات #معلوماتيټکنالوژي
تازه خبرونه
یو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو
د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټکټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نهدي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۳۲ کلن افغان محمد داوود الکوزي د اوکټوبر پر شپږمه د ټکزاس ایالت په فورتورټ فډرالي محکمه کې د ځانمرګي برید د ترسره کولو په اړه د انلاین ګواښیز پیغام د لېږلو پر تور پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټکټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نهدي.
چارواکو ویلي، داسې شواهد یې هم موندلي نهدي، چې نوموړي په رښتیا د برید د ترسره کولو نیت درلود.
الکوزی اوس د پېنځه کلونو له فډرالي بند، ۲۵۰ زره ډالرو جریمې او تر درې کلونو پورې قضايي څارنې سره مخ دی. د نوموړي د سزا د اعلان نېټه تر دې دمه ټاکل شوې نهده.
تازه خبرونه
په مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې «سياسټياو» څرګنده کړې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه به په مسکو کې د دې ټولنې، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ګډه غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.
دغه راز د ډلهییز امنیت تړون ټولنه د ګډ امنیت شورا غونډه به د نومبر پر لسمه او یوولسمه په مسکو کې جوړه شي، چې په کې به د ډلهییز امنیت د نظام پیاوړتیا او د غړیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا وڅېړل شي.
ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې به د ډلهییز امنیت نظام د پیاوړتیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره هم پرېکړې وشي.
-
تازه خبرونه4 days agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري3 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد یمن دولتي ځواکونو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې
-
نړۍ4 days agoسعودي، ترکیې او پاکستان ګډ دفاعي تړون پلي کړ
-
تازه خبرونه3 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
-
تازه خبرونه2 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
