بلخ @ps

له دولت سره د عطامحمد نور خبرې د دغه ګوند مشرانو ټکنۍ کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر محمد اشرف غني او عطا محمد نور تر منځ د یوه هوکړه لیک د لاسلیک پر سر خبرې دریدلي؛ خو د جمیعت اسلامي ګوند د اجرائیه رییس عطا محمد نور استازی وایي، له حکومت سره د دوی خبرې د دغه ګوند د مشرانو د شکونو پر لامل ټکنۍ شوې دي.

په شمال کې د جمیعت اسلامي ګوند غړي وایي، د استاد برهان الدین رباني په وژل کیدو دغه ګوند له سترو ستونزو سره مخ شوی او زیاتره پرېکړې یې له پلویانو څخه پټې ساتل کیږي.

د دغه ګوند غړی محمد عالم ایزد یار وایي، له ولسمشر محمد اشرف غني سره د عطا محمد نور د خبرو پر دریدو ټینګار کوي او باورلري، چې د سیاسي ډلو له یو ځای کیدو پرته به د افغانستان ژغورنه ستونزمنه وي.

له خلکو سره د عطا محمد نور ژمنه د مذاکراتو د پرېکړو بربنډول دي، چې په یوه میز کې یې له ولسمشر سره پر مخ وړي.

آیا په رښتیا هم له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د جمیعت ګوند خبرې ټکنی شوي او یا دریدلي دي؟

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند داجرائیه رییس استازیفرهاد عظیمي  وایي، د جمعیت د غړیو تر منځ د یو شمېر شکونو شتون خبرې ځنډنۍ کړي؛ خبرې به د غوښتنو له مخې پیلیږي.              

دغه ګوند د اوسني نظام پر ملاتړ ټینګار کوي او وایي، له ولسمشر سره یې د خبرو موخه د افغانستان  په روان وضعیت کې ښه والی دی.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند لوړپوړی غړیاسماعیل خان وایي، عطامحمد نور کوم ځانګړی کار نه دی کړی. جمعیت د افغانستان د ښوالي له پاره هڅه کوي.                

د عطا محمد نور استازی  فرهاد عظیمي په ډاګه کړې، چې هیڅوک دې په فردي او ځانګړي توګه د ټولچاري فکر نه کوي. که خبرې ځانګړې او شخصي شي؛ نو اړینه ده، چې هغه شخص به ډډې ته کیږي؛ خو عطا محمد نور نه غواړي، چې ډډې ته شي.          

عطا محمد نور د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاینونو کې د ولسمشر غني له مخالفانو او د اجرائیه رییس له ملاتړ کوونکیو څخه و. څه باندې دوه کاله کیږي، چې هغه د ولسمشر د خوښې خلاف د بلخ سرپرست والي دی؛ خو بلخ ته د ولسمشر غني په سفر او له عطا محمد نور سره تر خبرو څو ورځې وروسته عطا محمد نور وویل، چې که ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپلو ژمنو ودریږي، دی حاضر دی له خپلې دندې لیرې شي. هغه زیاته کړې وه، چې ژر به د جمیعت او حکومت تر منځ یوه  هوکړه لاسلیک شي، چې پر بنسټ به یې د دغه ګوند مشران په سترو سیاسي پرېکړو کې برخه واخلي.خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version