Connect with us

نړۍ

له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو پلان به امریکا ته وړاندې کړم- زیلینسکي

د اوکراین او روسیې د سولې د خبرو په تړاو لومړۍ غونډه تېر جون په سویس کې جوړه شوې وه. روسیې په دې غونډه کې له ګډون ډډه وکړه. د اوکراین له هڅو سره – سره چین هم د سویس غونډې ته خپل استازی ندی استولی.

خپور شوی

د

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سې شنبې پر ورځ ( د وږي شپږمه ) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې له روسیې سره جګړه به پر خبرو اترو پای ته ورسیږي؛ خو د کیف ځواکمن دریځ باید په کې خوندي وي.

د اوکراین ولسمشر مشر ویلي؛ د روسیې کورڅک سیمې ته ننوتل د دې پلان یوه برخه ده، چې نور اقتصادي او ډیپلوماټیک ګامونه هم رانغاړي.

زیلینسکي وایي: د دې پلان بنسټیز ټکی دا دی، چې روسیه دې ته اړه شي، چې جګړه پای ته ورسوي. هغه په ​​کیف کې خبریالانو ته د راتلونکیو ګامونو په اړه نور جزئیات ورنکړل؛ خو وایي، چې دی به د دې پلان په اړه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو ( ډیموکراټې کامالا هاریس او جمهوري غوښتونکي نوماند ډونالډ ټرمپ ) سره هم خبرې وکړي.

زیلینسکي ویلي؛ هیله من دی، چې په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ولاړ شي او اوس په دې اړه له بایډن سره لیدو ته چمتووالی نیسي.

زیلینسکي ټینګار کړی، چې روسیه غواړي پر اوکراین خپل شرایط ومني؛ خو اوکراین به دې بار ته اوږه ورنکړي.

پوتین وایي، چې هر ډول هوکړه باید شته واقعیتونه په پام کې ونیسي. دا پدې معنا ده، چې د اوکراین د څلورو سیمو لویه برخه او همدارنګه کریمیا به روسیې ته ورکړ شي.

اوس اوکراین وايي، چې اوکرایني ځواکونو د روسیې د کورڅک سیمې څه باندې ۱۲۰۰ مربع کیلومټره خاوره نېولې؛ خو د اوکراین له خاورې سره د روسیې د دغو سیمو د یوځای کولو اراده نلري.

زیلینسکي خبريالانو ته ویلي: له پوتین سره هیڅ ډول پخلاینه ممکنه نده؛ خبرې اترې هم اوس بې ګټې او بې معنا دي، ځکه هغه نه غواړي جګړه په ډیپلوماټیک ډول پای ته ورسوي.

رویټرز لیکلي؛ د اوکراین د ولسمشر څرګندونې ښيي، چې هغه د روسیې د استازو په حضور کې د سولې په اړه د یوه نړیوال کنفرانس په لټه کې دی.

د اوکراین او روسیې د سولې د خبرو په تړاو لومړۍ غونډه تېر جون په سویس کې جوړه شوې وه. روسیې په دې غونډه کې له ګډون ډډه وکړه. د اوکراین له هڅو سره – سره چین هم د سویس غونډې ته خپل استازی ندی استولی.

په یو بل پرمختګ کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د کیف له غوښتنې سره هوکړه کړې، چې د ناټو او اوکراین ګډه غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې، چې ټاکل شوې د راتلونکې چارشنبې پر ورځ د سپتمبر پر اوومه د اوکراین دفاع وزیر رستم عمروف د ناټو له غړیو سره د یوه ویډیويي اړیکې له لارې د جګړې د ډګر وروستي حالات او د دغه هېواد د لومړیتوبونو دفاعي اړتیاوې شریکې کړي.

په وروستیو اوونیو کې کیف هڅه کړې، چې د لویدیځ او ناټو پر ملاتړ د جګړې ډګر د ځان پر ګټه راوڅرخوي.

سپينې ماڼۍ د روانې مياشتې پ درېيمه اعلان کړی، چې اوکراين ته يې د ١٢٥ میليونو ډالرو پوځي مرستې وړاندې کړې.

په دې مرسته کې د توغندیو دفاعي سیسټم، د څارګرو الوتکو ضد تجهیزات، د هیمارس توپخانې د راکټ سیسټمونو مهمات، وسایط او نور تجهیزات شته دي.

د اپرېل پر شپږمه د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ویلي، چې لويديځ له اور سره لوبې کوي او امریکا ته یې خبرداری ورکړ، چې درېیمه نړیواله جګړه به یوازې تر اروپا پورې محدوده نشي.

نړۍ

یا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ

د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سې‌شنبه د ملګرو ملتونو په یواتیاومه عمومي غونډه کې د واشنګټن له پالیسۍ دفاع وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران د سولې هوکړې ته ونه‌رسېږي، امریکا کولی شي د ایران اسلامي جمهوریت« له منځه یوسي».

ټرمپ ویلي، د امریکا پوځي اقداماتو ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړی او اوس تهران باید د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

هغه وایي:« یوه ستره پرېکړه زما مخې ته ده؛ آیا له ایران سره به داسې هوکړه وشي، چې دې هېواد ته د بیا رغېدا او ډېر پیاوړي هېواد د جوړېدا اجازه ورکړي؛ که اسلامي جمهوریت له منځه یوسم؟!»

د امریکا ولسمشر له نړۍ هم وغوښتل، چې له واشنګټن سره د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره همکاري وکړي، چې تهران خبرو او هوکړې ته اړ شي.

ټرمپ وړاندویېنه کړې، چې د نومبر پر درېیمه د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته به یې حکومت له ایران سره د سولې هوکړې ته د رسېدا لپاره هڅې وکړي.

دغه راز هغه ټینګار کړی، چې که هوکړې ته ونه‌رسېږي؛ نورې لارې به هم پر مېز وي.

ټرمپ په ملګرو ملتونو کې له وینا وروسته هم د ایران په اړه د درې‌ساعته ناستې خبر ورکړ او هغه یې «ډېره ښه» وبلله؛ خو بیا یې وروسته څرګنده کړه، چې د امریکا استازو، سټیو ویټکاف او جیرډ کوشنر، له ایراني چارواکو سره مخامخ لیدنه نه‌ده کړې، بلکې د ایراني لوري له منځګړو سره یې خبرې کړې دي.

راپورونه ښيي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

ایراني چارواکو هم د هرمزتنګي د احتمالي پرانیستلو او د خبرو د دوام په اړه خپل دریځونه څرګند کړي دي.

د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.

ټرمپ د خپلې وینا په بله برخه کې د ونزویلا، کیوبا او د اوکراین جګړې په اړه د خپل حکومت له بهرنۍ پالیسۍ دفاع وکړه او څرګندوي، چې امریکا به په لویدیځه نیمه‌کره کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره نور ګامونه واخلي.

هغه پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه او د امریکايي ځواکونو په اړه په چارو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د لاسوهنې پر وړاندې یې د واشنګټن پر مخالفت ټینګار وکړ.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ له بهره هم یو شمېر اعتراض کوونکو د ایران د حکومت پر ضد لاریون وکړ او په دغه هېواد کې یې د ولسواکۍ غوښتنه وکړه.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه

دغه راز سي‌ان‌ان، ام‌اس‌ناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

Published

on

د امریکا ای‌بي‌سي، سي‌بي‌اس، سي‌ان‌ان، فاکس او ان‌بي‌سي ټلوېزیوني شبکو سپینې ماڼۍ ته د ځینو رسنیو د خبریالانو د ننوتلو د بندیز په غبرګون کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پروګرامونو پر ټلویزیوني پوښښ کې خپله ونډه درولې ده.

دغه راز سي‌ان‌ان، ام‌اس‌ناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

دغو رسنیو ویلي، چې د حکومت دغه اقدام د مطبوعاتو د آزادۍ حق او قانوني بهیر نقضوي.

د دې پرېکړې له کبله نیویارک ته د ټرمپ د سفر ټلویزیوني پوښښ هم د« پول ټلویزیوني» سیسټم له لارې ودرول شو.

ټرمپ نیویارک ته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره تللی دی.

په «پول ټلویزیوني» سیسټم کې د امریکا لویې ټلویزیوني شبکې پر نوبتي بڼه د ولسمشر د پروګرامونو ویډیويي انځورونه نورو رسنیو ته برابروي.

ټرمپ په« تروټ سوشیال» خواله رسنۍ کې لیکلي، چې سپینه ماڼۍ پر آزادو رسنیو د برید نیت نه لري. هغه ادعا کړې، چې د حکومت موخه د «جعلي خبرونو» پر وړاندې مبارزه.

Continue Reading

نړۍ

د جګړو هم‌مهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرله‌پسې دوه‌ کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.

Published

on

د نړۍ د شاوخوا ۱۳۰ هېوادونو مشران به روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره راټول شي. د منځني ختیځ او اوکراین جګړې، د مصنوعي ځیرکتیا له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو زیاتوالی او د ملګرو ملتونو راتلونکی به د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرله‌پسې دوه‌ کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټرمپ ملګرو ملتونو ته د امریکا مالي مرستې کمې کړي او واشنګټن د دې ټولنې له یو شمېر ادارو څخه هم وتلی دی.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، چې وروستی ځل یې په ۲۰۲۱ز.کال کې د ویډیو له لارې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا کړې وه؛ سږ کال به نیویارک ته ولاړ نه‌شي. ټاکل شوې هغه د پنجشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له ټرمپ سره وګوري.

د دغو ننګونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د مشرتابه راتلونکی هم د پام وړ موضوع ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرش دنده د ۲۰۲۶ز.کال په پای کې پای ته رسيږي او تر اوسه د هغه د ځایناستي لپاره کوم ځانګړی نوماند نشته.

ډیپلوماتانو ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ښايي د اوکراین جګړې، مصنوعي ځیرکتیا او په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو په اړه په لوړه کچه ناستې جوړې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!